نظــر

باو برګډال او لطیف محسود، طالب او افغان حکومت، کوم یو خپلواک او بلواک دي؟

زیار شینواری
باو برګډال او لطیف الله محسود دوه بهرنیان وو چې په افغانستان کې نیول شوي وو؛ لومړنی طالبانو نیولی و او وروستی افغان حکومت. باو برګډال هغه امریکايی پوځي و چې نژدې څلور کاله له طالبانو سره بندي و او تېر جون کې له ګوانتانامو زندان څخه د پنځو لوړپوړیو طالب بندیانو په بدل کې طالبانو ازاد کړ.

د برګډال نیول او له طالبانو سره یې څلور کلنې ساتنې په نړیواله سطحه د متحده ایالاتو حیثیت او وقار ته سخته ضربه ورسوله؛ ځکه چې طالبان اوس د مقاومت یوه ډله دي، او متحده ایالات یو ابر قدرت دی، د یوه ابرقدرت د عسکر ساتنه له یوې مقاومتي ډلې سره ښکاره وه چې د امریکایانو مورال یې ډېر کمزوری کاوه.

امریکایانو د برګډال د ازادۍ له پاره ډېر کوششونه وکړل. امریکايي چارواکو له پاکستاني حکومتي او استخباراتي چارواکو مرسته غوښته چې که د برګډال په خلاصي کې ورسره خپل اخلاص وکړي. د پاکستان هڅو نتیجه ورنه کړه او امریکایانو ته یې د خپلې بې وسۍ وویل.

کله چې امریکایان باوري شول چې پاکستان یې د پوځي په خلاصي کې په ښه نه ورځي، نو له دیپلوماتیکو لارو چارو څخه یې کوششونه شروع کړل. په قطر کې يې د قطر د حکومت په منځګړیتوب د طالبانو له سیاسي دفتر سره رابطه ونیوله. له راپورونو سره سم مخفي یا غیرمستقیمو مذاکراتو څو میاشتې دوام وکړ. هغه مذاکرات هم د امریکايي جهت له خوا او هم د طالب چارواکو له لورې له رسنیو پټ وساتل شول تر هغې چې موافقې ته ورسېدل. مذاکرات هغه وخت رسنیو سره شریک شول چې پنځه تنه لوړپوړي طالب مشران له ګوانتانامو څخه د قطر هېواد په لور پر لار ول.

د باو برګډال پر سر تبادله اول ځل و چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر دغسې مثمر او کامیاب مذاکرات وکړل. د یادو مذاکراتو د بریا یو راز و، خپلواکي!

هو، طالبان خپلواک وو، ازاد ول او له خپلو غوښتنو او ګټو مطابق یې مذاکرات پر مخ یوړل او بلاخره یې نتیجه هم وکړه.

د باو برګډال پر سر مذاکراتو هغه افوهات او ډنډورې په اوبو لاهو کړې چې ګواکې طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې دي. که رښتیا هم پاکستان پر طالبانو تاثیر درلودای؛ نو د باو برګډال په خلاصي کې به یې له متحده ایالاتو څخه کریډیټ اخیستی وای. د پاکستان له لاسه څه ورنغلل او خپل عذر یې وړاندې کړ. پاکستان پوهېده چې مقابل طرف کې امریکا ده او امریکا داسې نه شي غولولای لکه وخت نا وخت چې افغان حکومت په دې پلمو غولوي چې طالبان به د مذاکراتو مېز ته مجبور کړي. که امریکا سره د موثر کار ژمنه وکړي او بیا یې ونه شي کړای، تر کریډیټ به یې بیا زیان ډېر وي. او افغان حکومت سره خو اوس پاکستان هم په درواغجنو وعدو عادي شوی دی.

لطیف محسود؛ چا ونیو او چا خوشې کړ؟
د پاکستاني طالبانو مهم قومندان، لطیف الله محسود تېر کال اکتوبر کې افغان امنیتي ځواکونو په لوګر ولایت کې ونیو. ویل کېدل چې د لوګر د پخواني والي، ارسلا جمال په وژنه کې هم ده لاس درلود.

کله چې افغان ځواکونو لطیف الله محسود له ځانه سره له لوګره کابل ته لېږداوه، پر لار یې موټر امریکايي سپېشل فورس ودروي او په وچ زور او په هېڅ دلیل ترې د دوی ښکار اخلي! افغان ځواکونه خواران له خپلو وسلو سربېره تش لاس او خوارو سترګو سره پاتې کېږي او د دوی ښکار ترې امریکايي ځواکونه نیسي.

تاسې فکر وکړئ په خپل هېواد کې، د خپل دښمن (پاکستان) یو تبعه چې د کوربه هېواد د والي تر کچې په وژنه تورن هم دی، داسې یو څوک درنه په خپل هېواد کې د یوه بهرني هېواد ځواکونه په زوره اخلي او خپلې اډې ته یې درځنې بیايي، دا څومره د بلواکۍ، ناتوانۍ، لاسپوڅۍ او مظلومۍ حالت دی؟!

طالب له نشتو پناه ګاهو سره او له ناچیزه وسلو او ځواکونو سره کولای شي امریکايي پوځي څه کم څلور کاله له ځان سره وساتي، بې له دې چې امریکایانو ته یې څرک ولګېږي. خو تاسو خوارانو خپل قاتل له څو ساعتونو زیات ونشوای ساتلای. خطر تاسې پر ځان ومانه، د نیولو ریسک تاسې واخیست، نور نو بیا د اصلي حاکم جهت ځواکونه راځي او له تاسو ستاسو ښکار وړي.

دښمن، دښمن ته بېرته ورسپاري!

تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو لطیف الله محسود پاکستاني حکومت ته سپارلی. د دې سپارنې نور جزیات نه دي په ډاګه شوي چې چېرته یې ورسپارلی. له دې سپارنې افغان حکومت هغه وخت خبرېږي چې پاکستان رسنۍ ترې پرده پورته کوي.

که افغان حکومت مخکې هم خبر وای، ځان یې ناخبره نیولی. ځکه چې دا د افغان حکومت شرم و، نه بریا.

د افغان حکومت له پاره دا د څومره بې وسۍ، دیپلوماتیکې ناکامۍ او ناچارۍ حالت دی، چې دښمن دوی نیسي، بیا یې ترې دوستان(؟) په زوره بیايي او بلاخره یې بیا د دوی دښمن (پاکستان) ته له دوی سره له سلا مشورې پرته ورسپاري. سربېره پر دې چې افغان حکومت له پاکستان سره لانجې او سیاسي مشکلات لري. که یې لطیف محسود په خپل حراست کې ساتلای شوای، نو اوس به یې له پاکستاني مقاماتو سره پر مېز یوه پورته خبره کولای شوای. دا یوه برلاسي چې هغه هم ترې امریکايي دوستانو(؟) بېرته پاکستان ته ورکړه.

نتیجه

له دې دوو ساده مثالو او له دې ساده بحث څخه دا نتیجه اخستیلای شو چې طالبان خپلواک دي که بلواک او افغان حکومت څومره خپلواک دی؟
• که پاکستان رښتیا هم پر طالبانو تاثیر درلود نو برګډال به ډير ژر د پاکستان له خوا یا یې په امر امریکایانو ته بېرته ورسپارل شوی وای.

• په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر ثابته کړه چې په افغانستان د مقاومت له لیکو نمایندګي کوي او هغه خبرې تشې ډنډورې دي چې ګواکې طالبان پر څو ډلو وېشل شوي.

• امریکایان سره له دې چې افغانستان یې اشغال کړی. خو بیا هم د افغان لاسپوڅي حکومت په پرتله پاکستان ته ډېر ارزښت ورکوي.

• افغان حکومت په کور دننه بلواک دی او د دوی ښکار امریکایان د دوی دښمن ته بېرته ورسپارلی شي.

اوس نو تاسې فیصله وکړئ چې څوک خپلواک او څوک بلواک دي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انصار

ډیر معقول دلایل د ویلی او خقیقت هم همداسی دی. د افغان خکوت بی واکه دی – مننه

zarifi

دکابل دادارې واکدار اشرف ګنجي چي امریکایان انتخابوي نو دمسود سپارل کومه نادره نده

Umar

په شرمونو شرمیدلی ، په شرم ځکه نه پوهیږي چې ګوډاګی ، غلام او لاسپوڅی که حیا او ایمان لرلای نو په خپل کور کې به یې د یرغلګرو کفارو غلامي څه کوله ؟ لعنة الله علی عملاء الأمریکان

ملنګ خوستی

واقعاً په شرمونو شرمیدلی به په څه وشرمیږی ، په بلواکه رسنیو کی به تری د خپلواکی نعرو ډنګولو څخه پوزی ته راشی .
غربواکه بیشرمه

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x