افغانستان

فاریاب: د طالبانو په برید کې شلو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): په فاریاب ولایت کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ خونړۍ جګړه شوې ده، چې پکې درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې پرون سهار شاوخوا اوه بجې په المار ولسوالي کې په دولتي عسکرو برید وکړ.
دولتي عسکر د المار ولسوالي د تربت سیمې ته د عملیاتو په موخه تللي و، چې د طالبانو د ویاند له قوله د عامو وګړو څو کورونه يې هم سوځولي دي.

قاري یوسف احمدي وايي چې په یاده سیمه کې په دولتي عسکرو برید د ماښام تر شپږو بجو وغزیده، چې پکې يې شلو تنو عسکرو ته مرګ ـ وژبله اړولې ده.

د قاري يوسف احمدي له قوله په دې جګړه کې یو رینجر موټر او درې ټانګونه هم بشپړ تخریب شوي دي.

دولتي مسوولینو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي، خو په یادو سیمو کې يې د عملیاتو پخلی کړی دی.

قاري یوسف وايي چې په دې جګړه کې د دوی یو ملګری ټپي او دوه نور ووژل شول.

تر دې وړاندې د فراه په بالابلوک ولسوالي کې هم د خونړي برید په پایله کې شلو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې، چې دولتي مسوولینو يې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x