fbpx

ایوبي: دفاع وزارت په یوه قرارداد کې ۲۱۵میلیون ډالر فساد کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی او د «افغان متحد ملت» ګوند مشر عبدالرحیم ایوبي وايي چې د دفاع وزارت مسوولینو د غوړیو له یو شرکت سره په یوه قرارداد کې ۲۱۵میلیون ډالره رشوت اخیستی دی.

ایوبي پرون د فساد پر ضد د نړیوالې ورځې په پلمه په یوه غونډه کې وویل چې نوموړی د خپلې پورته ادعا لپاره کره اسناد او شواهد لري.

هغه د ولسي جرګې اړوند هم وویل چې «هیڅ کمیسیون به يې پیدا نه کړئ، چې له اته ویشتو ولایتونو له چارواکو یا وزارتونو يې پیسې نه وي اخیستي».

ایوبي وویل د یو وزیر د باور رایې د تر لاسه کولو لپاره هغه د ولسي جرګې په غړو دوه ـ درې میلیونه ډالره ویشي او په خبره یې هغه ځکه دومره ډالر ويشي چې بیا تر دې زیات تر لاسه کړي.

نوموړي وویل چې د دفاع وزارت اړوند اسناد او شواهد يې تېر کال پخواني ولسمشر ته هم وسپارل خو په اړه يې کوم اقدام ونه شو.

ایوبي وايي چې اوس يې هم د دې وزارت اړوند اسناد اشرف غني، یوناما او د امریکا کانګرس ته سپارلي دي.

هغه پر ولسي جرګې د انتقاد په اوږدو کې د ثبوت په ډول وویل چې تاسې کولای شئ، د ولسي جرګې په درې کلن ارشیف کې داسې نارې واورئ چې د یو وزیر د استیضاح لپاره به ټول وکیلان نارې وهي، خو د استیضاح په ورځ به خیر وخیریت وي.

ایوبي په داسې حال کې د هېواد له مهم ارګانه د فساد پرده پورته کړه، چې نوموړي له نږدې یو کال راهیسې دغه خبره له رسنیو سره نه شریکوله.

د دفاع وزارت ویاند برید جنرال دولت وزیري وايي چې ایوبي دې خپل اسناد څارنوالي ته وړاندې کړي، چې مسئله حل شي.

د ولسي جرګې ځينې غړي پر دوی لګیدلي تورونه د ایوبي شخصي نظر بولي، خو څو ورځې وړاندې له امریکا سره د امنیتي تړون په وخت کې هم ځینو وکیلانو د نورو په اړه ویل چې د دې تړو تاییدونکو د امریکا له سفارته پیسې اخیستې او دا تړون د يوې معاملې په ترڅ کې لاسلیک شوی.

په هېواد کې فساد نه یواځې داخلي بڼه لري، بلکې نړیوالو هم په دې برخه کې خپل رول لوبولی دی، د سپریم په نامه نړیوال لوژیستکي شرکت د سویس او متحده عربي اماراتو دوو څانګو منلې ده، چې افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو لپاره د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د را نیولو او لېږدولو په یو شمېر قراردادونو کې يې فساد کړی دی.

د امریکا د بېلابېلو ښارونو د محاکمو له پرېکړو سره سم سپریم شرکت باید څه باندې ۴۳۴ میلیونه ډالره جریمه ورکړي، چې شرکت یې هم ورکولو ته چمتووالی ښودلی.

طالبانو هم پخپله یوه تبصره کې نړیوال د افغانستان په فساد کې ښکېل ګڼلي و او د کباړ شویو الوتکو بیا پلور يې د نمونې په توګه یاد کړی و.

امریکایانو ویلي و چې دوی دغه شل باروړونکې الوتکې له افغانستان سره د مرستې په نامه په ۴۶۸میلیونه ډالره پېرلې دي، چې اوس د کباړ په بڼه د دوه دېرش زره ډالرو په ارزښت وپلورل شوې.

افغان لوری دعوه کوي چې له دوی سره د الوتکو په پېرلو کې مشوره نه ده شوې او نه هم له دې خبر دي چې دغه الوتکي په کوم خدمت کې د کباړ تر بریده ورسېدې.

بل اړخ ته په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار اداره وايي چې امریکا د افغانستان د فساد په مخنیوي کې ناتوانه ده.

د دې ادارې مشر جان سوپکو په جورج واشنګټن پوهنتون کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې امریکا د افغانستان په بیارغونه کې تر یو سل څلور میلیاردو ډالرو هم ډېر مالي لګښت کړی دی.

او په خبره يې امریکا او نورو مرستندویو هېوادونو په افغانستان کې د ملي بودیجې لپاره ۶۰ سلنه لګښت ورکړی دی؛ خو دوی په افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړی دی، چې افغانانو ته د زغم وړ نه دی.

د شفافیت د نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې افغانستان د نړۍ په ۱۷۷ هېوادونو کې د فساد دنشتوالي له امله په ۱۷۲ درجه کې دی، چې وړاندې تر دې د اتو امتیازاتو په تر لاسه کولو سره په ۱۷۵درجه کې راته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د