اوباما د ګډ حکومت مشرانو څخه د امنیتي تړون په لاسلیک مننه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون سه شنبه په یوه ویډيويي کنفرانس کې د ګډ حکومت له مشرانو اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله څخه د امنیتي تړون په لاسلیکولو مننه وکړه.

سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اوباما د ګډ حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني او اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په دې وستایل چې په خپل وخت يې له امریکا سره امنیتي تړون او د ناټو سره د سوفا تړون د پارلمان څخه تصویب او بیا ژر توشیح کړ.

د عام ولس له ټول مخالفت سربېره د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني امریکا سره امنیتي او ناټو سره د سوفا تړونونه د ولسمشرۍ په لومړیو کې لاسلیک کړ.

که څه هم افغان کارپوهان د لندن او پروسل ناستې ناکامې بولي او په وینا یې افغان حکومت له دغو ناستو هیڅ لاسته راوړنه نه لري خو ولسمشر اوباما د حکومت دواړو مشرانو ته د لندن او بروسل «کامیابو» ناستو په اړه مبارکي ورکړې.

راپور کاږي چې سربېره پر دې د حکومت دواړو مشرانو له ولسمشر اوباما سره د جګړې په اړه د امریکا راتلونکي پلان، له افغانستان څخه د ایتلافي ځواکونو د وتلو، د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، په سیمه کې د افغان حکومت ملاتړ او د سولې په باب خبرې وکړې.

سپينه ماڼې وايي چې د حکومت دواړو مشرانو ولسمشر اوباما ته وعده ورکړه چې په راتلونکي کې به له ده سره د حکومت د چارو په اړه مشورې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د