fbpx

یوسفزی: ښايي لطیف الله محسود د اشرف غني په خوښه سپارل شوی وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د سیمې سیاسي مبصر رحیم الله یوسفزی وايي چې ښايي لطیف الله محسود او د هغه ملګري سپارل د اشرف غني په خوښه ترسره شوي وي.

رحیم الله یوسفزی وايي چې ښايي د دې زندانیانو په اړه اشرف غني د پاکستان د سفر په مهال له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې وي.
د نوموړي په نظر پاکستان او افغانستان دواړه لوري، هڅه کوي چې په دې ډول خپلې اړیکې ښې او د باور وړ فضا رامنځته کړي.

رحیم الله یوسفزی وايي چې دا زندانیان د افغانستان په خاوره کې نیول شوي دي، او دا لرې نه ده چې اشرف غني به د خپل سفر په مهال له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې وي.

له بله اړخه د بګرام د زندانیانو د دوسیو د څېړنې کمیټې مشر وايي چې دا زندانیان په بګرام کې نه ساتل کېدل،او له دې ثابتېږي چې بهرنیان په افغانستان کې خپلې توقیف خانې لري.

نوموړي وویل چې که څه هم د زندانیانو د دوسیو د څارنې مشري د دوی په غاړه ده، خو لا تراوسه هم اندېښمن دی چې دا خلک چېرته ساتل کېدل.

دادرس وویل دی ګمان کوي چې بهرنیان لا هم په افغانستان کې خپلې توقیف خانې لري چې دوی ترې نه دي خبر.

تر دې وړاندې هم داسې ویل شوي و، چې بهرنیان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خپلې توقیف خانې لري، چې افغان دولت ترې نا خبره ده.

د امریکا په مشرۍ د ناټو د یرغل له پیله تر اوسه په افغانانو کې ډېری داسې کورنۍ شته چې د کورنۍ غړي يې په چاپو کې وړل شوي او په هيڅ زندان کې يې درک نه لګېږي.

د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاد نصر الله ستانکزی وايي چې د امریکا له لوري د دې زندانیانو سپارښت نوموړي ته د یوې لويې لوبې پیل ښکاري.
نوموړي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې سره له دې چې دغه کسان د امریکا د ګټو ضد بلل کېږي، مګر بیا يې هم له افغان دولته په نا خبرۍ کې پاکستان ته سپارنه د يوې لويې لوبې پیل دی.
بل اړخ ته پاکستاني طالبانو ویلي چې د افغان حکومت په دې کړنه دا ثابته شوه چې اشرف غني «د پاکستان ګوډاګی او له اسلامي او افغاني کلتور سره نابلده» دی.

که څه هم افغان چارواکو په رسنیو کې پاکستان ته د لطیف الله محسود له ورسپارنې څخه ناخبري څرګنده کړه او دا یې د امریکایانو کار وباله، خو د پاکستاني طالبانو ګوند ویاند «محمد خرساني» په دغه کار کې ولسمشر اشرف غني دخیل بولي.

محمد خراساني په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي:
«اشرف غني په دې پریکړې سره د افغان ملت د خپلواکۍ او غیرت په ویاړلي تاریخ کې د شرم داغ پریښود».

لطیف الله محسود چې د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان و، په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې نیول شوی و، چې امریکايي ځواکونو په زور له افغان ځواکونو یووړ او تر اوږدې مودې زنداني کولو وروسته یې د کابل حکومت په ناخبرۍ کې د روانې اونۍ په سر کې پاکستاني حکومت ته وسپاره.

د امریکایانو دا کړنه د افغانستان خپلواکي او حریم ته سپکاوی وبلل شو او د عامو افغانانو تر څنګ د ګڼو شنونکو او چارواکو غبرګونونه یې را وپارول.

د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم د بهرنیان له لوري دا ډول مداخله ناقونونه او د افغانستان د ملي حاکمیت ضد بللې ده، د نوموړي په قول دوی تېر کال هم د لطیف الله محسود په نیولو کلک غبرګون ښوودلی و او دا يې د بهرنیانو له خوا د ملي حاکمیت او خپلواکي ضد ګام بللی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د