نړۍ

په ۲۰۱۴ کال کې ۳۴۱۹ ناقانونه کډوال په سمندر کې ډوب شوي دي

نن ټکی آسیا (چهارشنبه،لیندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳): د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې له لورې په تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې د روان  ۲۰۱۴ م کال د لومړۍ میاشتې څخه بیا تر اوسه «وروستۍ میاشتې» پورې د میدیتراني په سمندر کې ۳۴۱۹ هغه کسان ډوب شوي، چې غوښتل یې اروپا ته ولاړ شي.

دغه شمیره چې د تیرو کلونو په پرتله خورا زیاته ده، یو نوی ریکارډ بلل کیږي او د میدیتراني له لارې اروپا ته د تلونکو لپاره تر ټولو خونړی او مرګونی کال به کال کېږي. د تیرو کلونو په پرتله دا تر ټولو لوړ شمېر دی، ددې تر مخه تر ټولو لوړه شمېره په ۲۰۱۱ کې وه، کله چې ۷۰ زره کسانو هڅه وکړه تر څو اروپا ته ځان ورسوي، خو دا ځل دغه شمېر درې ځله زیات شوی.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د ادارې په وینا د روان کال له پیله څخه بیا تر اوسه پوري ۲۰۷ زره کسانو هڅه وکړه چې د میدیترانه سمندر له لارې اروپا ته واوړي .

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د څانګي ویاند ادریان ادواردز وايي چې دا شمیرې یو نوی پرمختګ دی، چې په افریقا، منځني ختیځ او نورو سیمو کې د جګړو له کبله را منځته شوی، او ددې ټولو مهاجرینو لومړنی هدف اروپا ده.

نوموړي د اروپايي هیوادونو له خوا د مهاجرینو سره د چلند په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې، او ویلي یې دي چې اروپايي هیوادونه هڅه کوي تر څو مهاجرین له خپلو پولو څخه لیري وساتي، نور د هغوی ژوند او مرګ پروا نه ساتي او نه هم د هغوی د پناه اخیستو حقوقو ته قایل دی.

دمهاجرینو د ادرارې مشر انتونیو ویلي چې دا یو لویه تېروتنه ده، په داسي وخت کې چې په زرګونو خلګ له جګړو څخه تښتي، په کار نه ده چې هغوی دداسي یو ناوړه چلند سره مخ شي.

دا سهي ده چې هر هیواد خپل امنیت خوندي کول غواړي او همداسي د مهاجرینو سم اداره کول غواړي، خو هغوی ته په کار نه ده چې د مهاجرینو ژوند له خطر سره مخ کړي.

اروپا چې د مهاجرینو لومړی هدف او وروستی تم ځای بلل کیږي، د لیبیا، عراق، سوریې او اوکراین څخه ډیر خلګ ورته کډه کوي او د ۸۰ سلنه ناقانونه مهاجرینو قافلې د لیبیا څخه د اوروپا خصوصا د ایټالیا او مالټا په لور روانیږي.

د فرانس پریس د راپور پر اساس ویل شوي چې د روان کال له پیله څخه یوازي د سوریې څخه (60051) مهاجرین ایټالیا ته په خپل هیواد کې د روانو جګړو له کبله مهاجر شوي، او د افریقايي هیواد اریتریا څخه (۳۴۵۶۱) کسانو هجرت ورته کړی، ویل کیږي چې د دغه هیواد اتباع د حکومت د سخت چلند، د ټول ژوند عسکري خدمت، بې اجرته او دوامداره کار له کبله هجرت کولو ته اړ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x