افغانستان

د کندهار پوهنتون سره چاودني دوه محصلین وژلي دي

kandahar_universtyدكندهار د امنيت امر سمونوال شيرشاه يوسفزي وايې چي په پېښه كي د احمد په نوم يو محصل وژل سوي او دوه تنه هم ټپي سوي دي.

هغه وايې چاودني د كندهار پوهنتون د انجينري پوهنځي ته څيرمه د موټرسايكل په واسطه رامنځ ته سوي دي.

داسي ويل كيږي چي چاودنه د كندهار امنيه قوماندان په سكرتر احمد ترسره سوې چي هغه پكښي وژل سوي دي.

بل خوا دكندهار پوهنتون رئيس ډاكتر حضرت مير توتاخيل وايې چي په چاودنو كي ددوي دوه محصلين وژل سوي دي.

تر اوسه د پېښي مسئوليت چا په غاړه ندي اخيستي.

اسد الله زړه سواند – كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x