
مکېنلي په افغانستان کې د امریکا سفیر شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): څه موده وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د پیټر مایکل مکېنلي نوم په افغانستان کې د دې هېواد د سفیر په توګه د امریکا مشرانو جرګې ته وړاندې کړ.
د امریکا د مشرانو جرګې غړو پرون مکېنلي ته د تایید رایه ورکړه او په ټولیزه توګه يې تایید کړه،په مشرانو جرګه کې هیڅ غړی هم د نوموړي له ټاکنې سره مخالف نه و.
افغان لوري هم د نوموړي هرکلی کړی دی او په امریکا کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي وايي چې نوموړی یو پیاړوی ډيپلوماټ دی.
مکېنلي وړاند تر دې په افغانستان کې د جیمز کننګهم مرستیال سفیر و، چې له دې وروسته به د نوموړي پر ځای دنده ترسره کوي.
په امریکا کې افغان سفیر وايي چې د مکېنلي په ټاکل کېدو سره به د افغانستان او امریکا اړیکي لا غښتلي شي.
تر مکېنلي وړاندې جیمزکننګهم په افغانستان کې د امریکا سفیر و، چې د دندې په پای کې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو له لوري په ګډه سره د «وزیر محمد اکبر خان رحمه الله» په مډال ونازول شو.
له دې سره جوخت د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې دوی له امریکا سره د دواړو هېوادونو تر منځ د یو کلنې ويزې پر ورکړې هوکړه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت شکیب مستغني وايي چې په دې وېزو سره به د دواړو هېوادونو اړیکي لا غښتلي شي او مسافرین به وکولای شي چې حد اقل یو کال په یوه وېزه تېر کړي.
د نوموړي په قول په دې توګه به د امریکا او افغانستان ترمنځ ګرځندوی، تجاري او نور سفرونه لا ډېر شي.
انشا الله جي دير زربه سر وخوري دسرتيرو مجاهديونوبه لاس