ټولنیزه برخه

د یوې بوډۍ ګټوره کیسه

حامد افغان
وایي: یوه بوډۍ وه تل به یې ژړل ، ځکه مشره لور یې یوه داسې سړي ته ورکړې وه چې هغه چتری خرڅولي او کشری لور یې د مکروني تاجرته ورکړې وه ، نو چې هوابه پاکه او اسمان به روڼ و دي به ژړل چې اوس به مې د مشري لور د سړې کارپه ټپه ولاړ وي، او که به وریځي او باران و بیابه یې هم ژړل چې اوس به مې د کشري لور دسړې کار خراب وې هغه به مکرونه چیرته وچوې … اوپه دې توګه به یې سراوکال ژړل.

یوه ورځ یوه هوښیار ولیدله او هغه وپوښتله چې ولي ژاړې ؟ بوډۍ دهوا له حالاتو سرشکونه او د خپلو لوڼو په حال د ژړا کیسه ورته بیان کړه ، هوښيآر ورته موسکی شو او ورته ویې ویل : ستا د ستونزي اسانه حل درښیم ، ستا ژړا بېځايه ده، ته نه شې کولی د هوا حالات تغیر کړې ته د ژوندچارو په اړه خپل نظر بدل کړه ، هغه داسې چې د لمریني او پاکي هوا په صورت کې دا سوچ کوه چې اوس به دي د کشري لور کار برابر او میړه به یې ډیرڅه وګټې او د باراني هوا په مهال فکر کوه چې اوس به دي دمشري لور دمیړه کار ښه روان وي او میړه به یې ډیره سودا او ښه ګټه کړې وي. بوډۍ د هوښیار په خبره ډیره خوشاله شوه او دتل له پاه یې ژړا او فریاد پریښود.
کله چې موږ له خپل ژوند او حالاتو نه خوشاله نه یو او ور ته خپه یو او نه شوکولی خيل ظروف او شرایط تغیر کړو باید د ژوند چارو او شرایطو اړوند خپل موقف او نظر تغیر کړو او په کار ده چې خپلو شرایطو او ژوند ته مثبت لیدلوري ولټوو او له هغه مثبت اړخ نه ورته وګورو او د فکر او سوچ په تغیر سره موږ کولی شو د ژوند حالت ته بدلون ورکړو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x