ناټو دافغانستان په سویل کي دخپلو دووعسکرو دوژل کیدو خبرورکړ

دغه خبر په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا دجون میاشتي په ۴ مه نیټه نشر شو
سرچينې زياته کړې چې دغه سرتېري يې پرون د افغانستان په سويل کې د وسلوالو مخالفينو په مخامخ بريدونو کې وژل شوي دي .
ايساف د پېښې کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي چې په سويل کې د ايساف ډېرى امريکايي، کاناډايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
ددغو سرتېرو وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ٢٢٢ تنو ته رسیږي.
بخت الرحمن بخت …………………نن ټکی اسیا