
بدخشان چارواکو ومنله چې طالبانو یو شمېر عسکر خوشې کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د بدخشان ولایت چارواکي وايي چې د هغو ۲۴ نیول شوو عسکرو له منځه ۱۸ تنه عسکر طالبانو خوشې کړي.
طالبانو تقریبا یوه میاشت وړاندې د وردج ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یوه نښته کې ۲۴ عسکر ژوندي ونیول.
طالبانو ۳ ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې ۱۹ عسکر چې په یوې وسله والې نښته کې يې نیولي و، خوشې کړي دي.
تر دې وړاندې طالبانو ۵ نور پولیس هم خوشې کړي و او پاتې نور چې ویل کیږي ۱۹ پولیس دي ۳ ورځې وړاندې خوشې کړل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان اسلامي اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې د دوی سره بندي پولیس د یوې ژمنې په ترڅ کې چې دندو ته به بېرته نه ورځي خوشې کړي.
مجاهد له قوله نیول شوي پولیس طالبانو د کلي مشرانو او د هغوی د خپلوانو په ضمانت خوشي کړي او ژمنه یې ترې اخېستې چې بیا به دولت سره نه کار او نه هم د طالبانو پر ضد فعالیت کوي.
طالب ویاند دغه خوشې شوي پولیس خپل «هیوادوال» بللي او په وینا یې «که دوی د امریکا له ملاتړ او ملګرتیا لاس واخلي، او د کابل د ادارې سره کار پریږدي، نو دوی هیڅ ستونزه ورسره نه لري.»
د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند لعل محمد احمدزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ۴ تنه تازه عسکر د وردج ولسوالۍ په صوفیانو کلي کې طالبانو خوشې کړي.
امنیه قومندانۍ ویاند ادعا کوي چې اوسمهال لا هم ۱۰ تنه عسکر د طالبانو سره بندیان دي او دوی کوښښ کوي چې ژر تر ژره يې خلاص کړي.
طالبانو تر دې مهاله د پاتې ۱۰ عسکرو په اړه څه نه دي ویلي.