خبرونهنړۍ

قطر امیر: ستر دولتونه اخلاقي ارزښتونو ته ژمن نه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني وايي چې خلیجي هیوادونه باید د خپل ستراتیژیک عمق او وړتیاوو څخه په ګټې اخیستو یو واحد دریځ او موقف خپل کړي.

نوموړي تیره ورځ په دوحه کې د خلیجي هیوادونو پنځه دیرشمې سرمشریزې غونډې ته په وینا کې وويل چې ستر دولتونه هیڅ اخلاقي ارزښتونو ته ژمن نه دي، هغوی فقط خپلې ګټې پیژني او بس.

د قطر امیر په خپلې وینا کې د فلسطین په موضوع ټینګار وکړ او ویې ویل چې په بیت المقدس او مسجد اقصی باندې د اسراییلو د بریدونو مخنیوی د ټولو عربي هیوادونو مسولیت دی.

نوموړي زیاته کړه:
«اسراییلو په فلسطین کې بشري حقوق تر پښو لاندې کړي، د فلسطینیانو په ځپلو یې لاس پورې کړی، چې دا به د سیمې لپاره ناوړه پایلې ولري».

شیخ تمیم له عربي او اسلامي نړۍ وغوښتل چې له خپلو مقدساتو څخه د دفاع لپاره کوټلي ګامونه واخلي او په ځانګړي ډول باید له فلسطیني ولس سره د اسراییلو د بریدونو په وړاندې لازمې مرستې وکړي.

د قطر امیر په فلسطین کې د اسراییلو د ناروا کړنو په وړاندې د نړیوالې ټولنې سکوت او چوپتیا «یو ستر بشري جنایت» وباله.

نوموړي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې اسراییل مجبور کړي د سولې او ثبات کوښښونو ته سر ټیټ کړي، تر څو فلسطیني ولس له ظلم څخه وژغورل شي او اسراییل پرېنښودل شي چې د مسلمانانو د دینی مقدساتو سپکاوی وکړي.

د قطر امیر همدا راز په سوریه کې د روان کړکیچ اصلي لامل د سترو دولتونو بې پروايي او «د نړیوالو قوانینو دوه ګوني معیارونه» وبلل.

نوموړي ټینګار وکړ چې دوی په سوریه کې د یوې سیاسي حل لارې پلوي دي، خو زیاته یې کړه چې تر څو سیاسي حل شتون ونه لري قطر به د سوریې له ولس سره ولاړ وي تر څو له ځان څخه دفاع وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x