غزني: یوه نارینه پولیس يوه ښځینه پولیسه په ډزو سره ووژله
(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۴) غزنی: تېره ورځ د غزني ولايت مرکز اړوند منارونو په لمن کې يوه ښځينه پوليسه د يو بل نارينه پوليس په ډزو ووژل شوه.
د امنيت آمیر محمد حسين وايي، چې دغه پېښه پرون وروسته له غرمې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ښځينه او نارينه پوليس تر منځه لفظي شخړه رامنځته شوه: ((د دواړو پوليسانو تر منځه لومړى لفظي شخړه شوې او وروسته نارينه پوليس ښځينه پوليسه په مرمۍ ويشتلې ده.))
نوموړى وايي، چې قاتل نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي.
د يادولو وړ ده، چې دوې اونۍ وړاندې هم د غزني ولايت اړوند لاغري په سيمه کې دوې پوليسانې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوې او وروسته په وژل شوې وې.
فرهاد…………. غزني