افغانستان

ابراهیمي: د کابینې ځنډ، له افغانستان سره جفا ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وايي چې د نوي حکومت له لوري د کابینې د اعلان ځنډ له افغانستان سره جفا ده.

د ولسي جرګې مشر نن د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې د کابینې د اعلان ځنډ په هېواد کې له فساده سره مرسته کوي، او فسادګرو ته د لا ډېرې موقعې زمینه برابروي.
عبدالروف ابراهیمي وايي: « ولسشمر په پنځه څلوېښتو ورځو کې د کابینې د اعلان ژمنه کړې وه، ځنډ يې د قانون تر پښو لاندې کول، له هېواد سره جفا او اداري فساد دی.»

د نوي حکومت مشر د لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه چې دوی به تر یوې نیمې میاشتې زیات وخت د يوې کاري کابینې لپاره نه مصرفوي.

خو د یاد حکومت له پیله نږدې څلور اویا ورځې تېرېږي، چې لا هم د کابینې څرک نه لګېږي.

راپورونه وايي چې اشرف غني کلیدي پوسټونو کې د پنځوس-پنځوس وېش پلوی دی؛ خو شریک یې، عبدالله بیا په ټوله کابینه کې د وېش همدا دود غواړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې څه موده وړاندې پخپله یوه ګڼه کې د یو لویديځ سیاستوال له خولې لیکلي و، چې ښايي د افغانستان کابینې اعلان راتلونکي کال ته وځنډېږي.

له کابله خپرېدونکي سرنوشت ورځپاڼې بیا په پخپله سرمقاله کې ویلي و، چې له دواړو مشرانو سره نه د کابینې د وړتیا، ژمنتیا او اهلیت غم شته او نه هم د ولس اندېښنه، بلکې دواړه هڅه کوي چې ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي.

دواړه مشران د خپلو ټاکنیزو کمپیانرانو تر سخت فشار لاندې هم دي، چې ځينو د دوی د واک ته رسولو لپاره ډېرې پیسې مصرف کړي دي، چې اوس يې د بدل په تمه دي.

په افغان کابینه پسې په دولتي ادارو کې مقررۍ تړل شوې دي، چې په نه اعلان سره يې د کارموندنې ګراف مخ په ځوړ او له دولته ولسي نهیلي مخ په لوړ روانه ده.

دا چې نوې کابینه به د کومو معیارونو له مخې جوړېږي؟ نن ټکی اسیا پخپله یوه سرلیکنه کې پرې داسې تبصره کړې ده:

«هغه توقعات چې عام ولس یې د کارونو د پرمختګ او بهبود په اړه له راتلونکي کابینې څخه لري فکر نه کیږي چې ترسره دي شي؛ ځکه د ښاغلي اشرف د نوې کابینه غړی به هم ټول د ده په څیر د پخوانۍ تجربه شوې ناکامې او په فساد مشهورې ادارې له پاتې شونو څخه وي ، همدغه آزمایل شوی مفسدین که په هرمسؤلیت او منصب کې راوستل شي د هغوي کړه وړه او فعالیت به بیاهم فساد وي چې اولس له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې دغه واقعیت دسر په سترګو لیدلی.

ښاغلی ولسمشر د نوې کابینې په تشکیل کې د مسلکي پوهي او کدري صلاحیت په شتون ټینګار کوي ، خو که په دې اړه د نوموړي قول او عمل ته وکتل شي نو د ده د لومړی مرستیال ښاغلی جنرال دوستم په انتخاب کې نه مسلکیتوب په پام کې نیول شوی او نه هم اداري او کدري صلاحیت.

داچې د یوه دولت لومړۍ درجه چارواکي بي تحصیله او غیر کدري کسان وي دهغه د کابینې په غړیوکې به څه ډول لیاقت او مسلکیتوب رعایت کړای شي؟

ښايي ولسمشر دخپل حکومت د ښه فعالیت او پرمختګ لپاره ښه نوښتونه په پام کې ولري ، خو د ده په حکومت کې موجود مصلحتونه دی دیته مجبوروي چې په راتلونکي کابینه کې مصلحتونو ته په مسلکیتوب او لیاقت باندې ترجیح ورکړي.»

د ولسي جرګې مشر وړاندې هم ویلي و، چې د حکومت له لوري په دوه میاشتې کې د کابینې نه اعلان د حکومت قانوني مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x