هلمند: د يوې پوستې ټول عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د يوې پوستې ټول عسکر په سیمه کې واکمنو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د خپل دعوتي کمیسیون په مرسته وکولای شول چې د يوې پوستې ټول پولیس د ځان ملګري کړي.
قاري یوسف وايي چې دغه پوسته نوزاد ولسوالي په ولي محمدخان کاریز سیمه کې وه، چې په خبره يې د جلب او جذب د کمیسیون له لوري د پوستې ټول نهه عسکر د دوی ملګري شول.

تسلیم شویو عسکرو له ځانو سره د پوستې ټول مهمات هم طالبانو ته ور وړي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې «نوموړو خپل ټول مهمات ۲ ثقیلان ، ۱ راکټ ، ۶ کلاشنکوفونه ، یوچریکي هاوان ، یوخفیف ، ۵۰۰۰ دثقیل مرمۍ ،۱۰۰۰۰ دکلاشنکوف مرمۍ ، ۹ پیره دراکټ مرمۍ ، یوه کوچنۍ مخابره ترمجاهدینوپوري راورسول او د پوستې ودانۍ یې د منفجره موادو په مټ تخریب کړه.»

قاري یوسف وايي چې طالبانو د دوی تود هرکلی وکړ او دوی ته يې د حقایقو د درک مبارکي وویله، د نوموړي په خبره عسکرو له دوي سره ژمنه وکړه چې د ژوند ترپایه به يې ملګري وي.

دا په داسې حال کې دی چې په افغانستان کې مېشتو د ناټو ځواکونو قومندان جنرال انډرسن هم د افغان عسکرو له لیکو د تېښتي او تسیلمۍ پېښې اندېښموونکې وګڼلي او ويې ویل چې په تېرو کلونو کې په دې پېښو کې کمښت نه دی راغلی.

طالبانو هم پخپل میاشتني راپور کې ویلي و، چې په تېره میلادي میاشت کې يې نږدې درې سوه دولتي مامورین د خپل دعوتي کمیسیون له لارې له دولته ګوښه کړي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د