
د غزني په قره باغ کې د اربکیانو یو مهم قوماندان ووژل شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه،لیندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳): د غزني ولایت له قره باغ ولسوالۍڅخه تازه تر لاسه شوی خبر وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د عسکر کوټ بازار د اربکیانو د پوستې قوماندان د طالبانو له لورې وژل شوی.
وژل شوی قوماندان حاجي محمد نومېده، چې د میرخان کلي اوسېدونکی او په قره باغ کې د اربکیانو د عمومي مشر محمد اعظم له نیږدې او باوري کسانو څخه و.
ویل کېږي، چې نوموړی تېره ورځ ماسپښين مهال په داسې حال کې د طالبانو له لورې له موټره کوز کړای شوی، چې له یو بل ساتونکي سره یو ځای يې په یو شخصي موټر کې سفر کاوو.
د سېمي یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل، چې اربکی قوماندان حاجي محمد د طالبانو د سیمه یېزې شرعي محکمې په امر وژل شوی او د بل نیول شوي اربکي برخلیک لا څرګند نه دی.
طالبانو هم د پېښې مسؤلیت په غاړه اخیستی.
د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، اربکی قوماندان حاجي محمد تېره ورځ د دوی د نظامي کسانو له لورې د کابل کندهار پر لویه لار د عبدالله ګل په سېمه کې وژل شوی.
د یادونې وړ ده، چې دا په تېره یوه میاشت کې دوهم اربکی قوماندان دی، چې وژل کېږي، له دې وړاندې د دې ولسوالۍ د پراختیايي شورا مشر او د خپلسرو وسله والو او اربکیانو یو بل قوماندان عبدالقادر ښاروال هم په خپل کور کې وژل شوی و.
د سيمې اوسېدونکي د نوموړي قوماندان پر وژنه خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې نوموړي د کابل کندهار پر لویه لار د عسکر کوټ بازار په سېمه کې د خپلې قومنداني پر مهال اکثره خلک او د لویې لارې مسافر ځورول ، شکول او د لویو موټرو له چلوونکو څخه به یې په زور پیسې او باج اخیست.