افغانستان

غزني: د پولیسو او د امنیتي شرکت د ساتونکو تر منځ نښتي مرګ ژوبله اړولې

ranger_with_gunنن ټکی آسیا: نن د جمعې په ورځ د غزني ولایت په مرکز کې د پولیسو او یو امنیتي شرکت د ساتونکو تر منځ نښته را منځته شوه، چي له کبله يې دوه تنه پولیس، درې تنه د شرکت ساتونکي او یو ملکي وګړي مړ او یو بل ټپي شو.

ویل کيږي چي نښته وروسته تر هغه را منځته سوله، کله چي د ښار څخه لږ دباندي د کابل- کندهار پر لویه لاره د شرکت د ساتونکو

او طالبانو تر منځ جګړه وسوله، او کله چې د شرکت ساتونکي د غزني ښار د شهباز دکانو سیمي ته را ورسیدل، نو هلته يې ډزي پيل کړي، چي پولیسو هغوی د ډزو کولو څخه منع کړه، ځکه چي دا سیمه د عامو خلکو د هستوګني ځای دی، پر همدې خبره د لفظي شخړه په وسله والي جګړې واوښته، او ترڅ کې یاده مرګ ژوبله را منځته سوله.

په غزني ولایت کې د نن ټکی آسیا همکار کوښښ وکړ چي د غزني ښار د امنیتي مقاماتو نظر واخلي، خو ونه توانید، ځکه چي د هغوی تلیفونو یا بند وه، او یا یې هم جواب نه وايه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x