افغان بروسلي ټوله نړۍ حیرانه کړه (ویډیو)

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۳ل): داسې کس به نه وي چې د جنګي هنرونو او کانګفو اتل بروسلي له نوم سره اشنا نه وي خو بروسلي ته ورته څیره لرونکی افغان عکسونو او ویډیو په انټرنیټ کې دیره زیاته مشهوره شوه.

لاسته راغلي معلوماتو پر بنسټ دغه ۲۰ کلن ځوان په قوم هزاره دی او عباس علي زاده نومیږي. عباس علي زاده ویډیو او عکسونه په اجتماعي رسنیو کې ډیر زیات کتونکي جذب کړ.

عباس علي زاده وايي چې غواړي خپل هیواد افغانستان اتل شي او په هالیووډ فلمونو کې کار وکړي. عباس وايي چې له افغانستان څخه هر کله د جنګ خبرونه خپریږي خو زه په دې ډير خوشحاله یم چې زما له امله یو ښه خبر نړۍ ته رسیږي.

عباس علي زاده د افغانستان په یوه هزاره او غریبه کورنۍ کې زیږیدلی چې خپل ملګرو او خپلوانو کې د هزاره بروسلي په نوم مشهور دی خو نوموړی وايي چې د هزاره بروسلي پر ځای افغان بروسلي نوم خوښوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د