د بامیان ولایت د ولایتي شوری رئيس جواد ضحاک وتښتول سو

jawad_zahakنن ټکی آسیا: د بامیان د ولایتي شوری رئیس جواد ضحاک د وسله والو له خوا وتښتول شو.

ویل کیږي چي نومړي د پروان ولایت څخه بامیان ولایت ته روان وو، چي د سیا ګرد ولسوالۍ د باغ افغان په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول سو.

د یادي ولسوالۍ ولسوال عبد الحلیم مجددي ویلی چي د تښتول کیدو څخه وروسته پولیسو د هغه لټون پيل کړ،

مګر په لاره کې د طالبانو د یو کمین سره مخ سول، چي له امله يې د پولیسو مرستیال مړ او دوه تنه نور پولیس ټپيان شول.

خو نومړی ویلي چي بیا هم لټون دوام لری.

تر اوسه دا نه ده جوته چي یوازي د بامیان د ولایتي شوری رئیس جواد ضحاک تښتول سوی دی، که نور ملګري هم ورسره وه.

تر اوسه طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د