پر والیبال لوبې د امریکایي ځواکونو په هوايي برید کې پنځه ماشومان شهیدان شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،لیندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳):د امریکا په مشرۍ د ایساف ځواکونو په یوه تازه او خونړي هوايي برید کې،چې نن مازیګر یې د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې ترسره کړی، د ښوونځي پنځه تنه ماشوم زده کوونکي شهیدان شوي.

خپلواکې سرچینې وايي، چې نن مازیګر د څلورو بجو شاوخوا د پروان ولایت سیاګرد ولسوالۍ د سیدانو درې په جمبت خېلو کلي کې د والیبال د لوبې پر میدان چې د شاوخوا کلیو ماشومان او د ښوونځیو زده کوونکي پکې لوبه بوخت وو، د بهرنیو ځواکونو الوتکو هوايي برید وکړ، چې په پایله کې يې پنځه ماشومان ځای پر ځای شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپيان دي، چې د ټپیانو کره شمېر تر اوسه جوت نه دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پېښه تایید کړې او د پېښې قربانیان یې ټول ماشومان او زده کوونکي بللي.

نوموړي په یوه اعلامیه کې  په دې پېښه د خواشیني د څرګندولو تر څنګ د شهید شویو ماشومانو په اړه لنډ مالومات هم ورکړي دي.

په دې خونړي برید کې وژل شوي ماشومان دا دي :

۱- ــ بورجان د حاجي عبدالحکيم زوي ، عمر ۱۶ کاله
۲ــ وثيق د خان آغا زوي عمر شاوخوا ۱۸ کاله
۳ ــ خيرالله د عبدالودود زوي، عمر ۱۵ کاله
۴ــ آسماء الله د مولوی سیدالله زوی، عمر ۱۴کاله
۵ــ علی ګل د اسلم خان زوی، عمر ۱۳ کاله

سیمه یېزو چارواکو د پېښې په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده ، چې له نن نه شاوخوا یو کال وړاندې په (۲۰۱۴/ ۱/ ۱۶م) نېټه په همدې سېمه کې  د امریکايي ځواکونو په ورته او خورا بې رحمانه هوايي برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه ملکي وګړي شهیدان کړل.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان ځلمی
میلمه
افغان ځلمی

حیرانونکی حیرانونکی او …. حیرانونکی !!!!!۱ د همدی وحشیانه وژنو ځخه څو شیبی مخکی غلام غنی د غلامی اداری د څو نورو غلامانو سره په ارګ کی د هغه وحشت به اړه خبری کولی چه د امریکا پارلمان د سی ای ای د افغانی بندیانو د شکنجو کولو ، وژلو ( او حتی هغه بندیان چه د دوی په مقابل کی هم د کوم جرم مرتکب شوی نه وو ) او هر اړخیزه بی عزته کولو په اړه خپور کړی چه د هغه پاڼو شمیره شپږزره او څو سوه پانو ته رسیږی ،( غلام غنی بیا شپږ سوه پاڼی یادی… نور لوستل »

خان
میلمه
خان

د خبر ته باید شالیډ داسې جوړ شي چې شا و خوا یو میاشت وړاندې هم د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو په یو ځان وژونکي برید کې د ولیبال ۶۰ ننداره کوونکي او لوبغاړي په شهادت ورسیدل او نږدې سل کسان نور سخت ټپیان شول
ځکه دا دواړه پېښې سره ورته دي