ټکنالوژي

انسټاګرام کاروونکو شمیر له نظره ټویټر ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۳ل): تصویر شریکولو اجتماعي شبکه انسټاګرام چې اوس د فیسبوک ملکیت دی تیره ورځ اعلان وکړ چې ۳۰۰ میلیونه کاررونکي لري.

دا لومړۍ ځل دی چې انسټاګرام د کاروونکو شمیر له نظره ټویټر ته ماتې ورکوي. ټویټر د سیبټمبر میاشتې په اخره کې اعلان کړی و چې ۲۸۴ فعال کاروونکي لري.

انسټاګرام مشر وویل:« په تیرو څلورو کلونو کې هغه شبکه چې دوه ملګرو شروع کړې وه نن ۳۰۰ میلیونه کاررونکي لري او هره ورځ ۷۰ میلیونه عکسونه او ویډیوګانې دغه شبکه کې خپریږي.»

انسټاګرام مشر همدا راز وویل چې دغه شبکه کې به لوبغاړو او نورو مشهورو کسانو ته تصدیق شوي اکاونټونه ورکول کیږي تر څو کاروونکي وکولی شي خپل د خوښې لوبغاړی تعقیب او په جعلی نوم جوړ شوي اکاونټونو څخه ځان وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x