مجاهد: د افغانستان څخه دباندي په بریدونو کې هیڅ ډول لاس نه لرو

taliban-fighters-pose-with-weaponsنن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي دوی د پاکستان د خیبر پښتونخوا  د ایالت د دیر د سیمي په بریدونو کې هیڅ ډول لاس نه لري، او هغه راپورونه چي وايي افغاني طالبان تر پولي ور اوښتې او هلته يې پر پاکستاني عسکرو بریدونه کړي، سراسر غلط او د حقیقت څخه لیري دي.

طالب ویاند د افغان اسلامي اژانس سره په مرکه کې ویلي چي افغاني طالبان د خپل هیواد څخه بهر هیچرته هم فعالیت نه کوي، او زاته کړې ده: ( مونږ په خپله په افغانستان کې د ستر دښمن سره مخ یو، د هغوی سره جنګیږو، نه یواځي دا چي په پاکستان کې هیڅ ډول فعالیت نه کوو، بلکي د نړۍ په هیڅ ګوټ کې هم مونږ کوم ډول فعالیت نه لرو، او ټولي هلي ځلي مو په افغانستان کې دننه دي.

مجاهد زاته کړې: د دیر په بریدونو کې زمونږ یو طالب هم برخه نده اخیستې، دا غلطی او بې ځایه ادعاوي دي، هلته چي څه شوې هغه د سیمي خپلي ستونځي دي، چي مونږ پوري هیڅ اړه نلرو).

د یادوني وړ ده چي له تیرو درو ورځو راهیسي د دیر په سیمه کې د وسلوالو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده، چي په کښي لږ تر لږه تر اوسه ۳۰ پاکستاني عسکر مړه شوي دي، او همداسي د طالبانو او ملکي کسانو په منځ کې درنه مرګ ژوبله را منځته شوې ده.

ځیني پاکستاني چارواکو ویلي وه چي بریدګر طالبان د افغانستان د کنړ ولایت څخه را اوښتې وه، خو په افغانستان کې طالبان دا خبره په کلکه سره ردوي.

د بلي خوا د پاکستاني طالبانو یو تن مرستیال بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي چي دوی په پاکستان کې د خپلي مبارزې لپاره افغاني طالبانو ته هیڅ اړتیا نه لري، او نه افغاني طالبان دوی ته په افغانستان کې دننه اړتیا لري.

نومړي دا هم ویلي چي پاکستان طالبان د افغانستان په کورنۍ جګړه کې د مداخلې هیڅ حق نه لری، خو زیاته کړې ده چي د بهرنیانو د یرغل د مخنیوی لپاره باید د ټولي نړۍ مسلمانان لاسونه سره یو کړي.

باید وویل شي چي دا لومړی ځل دی چي پاکستاني طالبانو او افغاني طالبانو خپل دعملیاتو او مبارزې ځایونه په رسمي توګه سره ټاکلي، له یوې خوا افغاني طالبانو د پاکستان په ګډون د نړی په هر ګوټ کې د خپلو عملیاتو د نه کولو اعلان کړی، او بلي خوا پاکستاني طالبانو هم ویلي چي دوی دافغاني طالبانو سره هیڅ مرسته نه کوي، او نه هلته جنګیږي، بلکي خپل د عملیاتو او مبارزي ډګر يې پاکستان ښودلی دی.

800×600 Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي دوی د پاکستان د خیبر پښتونخوا  د ایالت د دیر د سیمي په بریدونو کې هیڅ ډول لاس نه لري، او هغه راپورونه چي وايي افغاني طالبان تر پولي ور اوښتې او هلته يې پر پاکستاني عسکرو بریدونه کړي، سراسر غلط او د حقیقت څخه لیري دي.

طالب ویاند د افغان اسلامي اژانس سره په مرکه کې ویلي چي افغاني طالبان د خپل هیواد څخه بهر هیچرته هم فعالیت نه کوي، او زاته کړې ده: ( مونږ په خپله په افغانستان کې د ستر دښمن سره مخ یو، د هغوی سره جنګیږو، نه یواځي دا چي په پاکستان کې هیڅ ډول فعالیت نه کوو، بلکي د نړۍ په هیڅ ګوټ کې هم مونږ کوم ډول فعالیت نه لرو، او ټولي هلي ځلي مو په افغانستان کې دننه دي.

مجاهد زاته کړې: د دیر په بریدونو کې زمونږ یو طالب هم برخه نده اخیستې، دا غلطی او بې ځایه ادعاوي دي، هلته چي څه شوې هغه د سیمي خپلي ستونځي دي، چي مونږ پوري هیڅ اړه نلرو).

د یادوني وړ ده چي له تیرو درو ورځو راهیسي د دیر په سیمه کې د وسلوالو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده، چي په کښي لږ تر لږه تر اوسه ۳۰ پاکستاني عسکر مړه شوي دي، او همداسي د طالبانو او ملکي کسانو په منځ کې درنه مرګ ژوبله را منځته شوې ده.

ځیني پاکستاني چارواکو ویلي وه چي بریدګر طالبان د افغانستان د کنړ ولایت څخه را اوښتې وه، خو په افغانستان کې طالبان دا خبره په کلکه سره ردوي.

د بلي خوا د پاکستاني طالبانو یو تن مرستیال بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي چي دوی په پاکستان کې د خپلي مبارزې لپاره افغاني طالبانو ته هیڅ اړتیا نه لري، او نه افغاني طالبان دوی ته په افغانستان کې دننه اړتیا لري.

نومړي دا هم ویلي چي پاکستان طالبان د افغانستان په کورنۍ جګړه کې د مداخلې هیڅ حق نه لری، خو زیاته کړې ده چي د بهرنیانو د یرغل د مخنیوی لپاره باید د ټولي نړۍ مسلمانان لاسونه سره یو کړي.

باید وویل شي چي دا لومړی ځل دی چي پاکستاني طالبانو او افغاني طالبانو خپل دعملیاتو او مبارزې ځایونه په رسمي توګه سره ټاکلي، له یوې خوا افغاني طالبانو د پاکستان په ګډون د نړی په هر ګوټ کې د خپلو عملیاتو د نه کولو اعلان کړی، او بلي خوا پاکستاني طالبانو هم ویلي چي دوی دافغاني طالبانو سره هیڅ مرسته نه کوي، او نه هلته جنګیږي، بلکي خپل د عملیاتو او مبارزي ډګر يې پاکستان ښودلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د