نړۍ

د اسراييلي عسکرو په په ډزو کې فلسطينی وزير ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،لیندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳):د فلسطين لويديځه تراډه کې د سوله ييزې مظاهرې په ترڅ کې د اسراييلي يرغلګرو عسکرو په ډزو کې فلسطيني وزير زياد ابوعين وژل شوی دی.

فلسطيني رسنۍ وايي، چې تېره ورځ ماسپښين زياد ابوعين د فلسطين لويديځه تراډه کې د يهودانو د ابادۍ او نوو کورونو پر ضد د سوله ييز لاريون مشري کوله، چې اسراييلي عسکرو پرې ډزې وکړې او فلسطيني وزير زياد ابوعين يې وواژه.

د فلسطين ولسمشر محمودعباس د زياد ابوعين وژنه په سختو ټکو غندلې او د نوموړي په وير کې يې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

محمود عباس زياته کړه، چې د زياد ابوعين د وژنې پلټنه به کوي او له پلټنې وروسته به په دې اړه جدي ګام پورته کوي.

ابوالعين ۱۹۶۷م کال راهيسې څلور پنځه وار د يهودي ښکېلاګرو له خوا بندي شوی و او د عمر ډېره برخه اسراييلي زندانونو کې تېره کړې وه.

غزه کې حماس جهادي ډلې د زياد ابوعين د وژنې په اړه په خپله اعلاميه کې د نوموړي وژنه غندلې او له فلسطيني چارواکو يې غوښتي، چې اسراييلي يرغلګرو سره هر ډول مذاکرات او خبرې پای ته ورسوي.

زياد ابوعين د سوله ييز لاريون په ترڅ کې د اسراييلي يرغلګرو عسکرو له خوا په مرۍ کې نيول شوی
زياد ابوعين د سوله ييز لاريون په ترڅ کې د اسراييلي يرغلګرو عسکرو له خوا په مرۍ کې نيول شوی

د حماس له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي « اوس هغه وخت راسيدلی، چې ګرد فلسطيني ولس د اسراييلي يرغلګرو پر ضد راپورته شي او يهودي ښکېلاګر د فلسطين له سپېڅلې خاورې وشړي.»

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم د زياد ابوعين وژنه غندلې

ملګرو ملتونو تېره شپه ناوخته د اسراييلي عسکرو لخوا د فلسطيني وزير زياد ابوعين وژه په سختو ټکو وغندله او زياته يې کړه، چې اسراييلي حکومت بايد د زياد د وژنې په اړه له اسراييلي عسکرو پوښتنه وکړي او د يادې پېښې د پلټنې لپاره يو باصلاحيته کميسيون وټاکي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون وياند «سټيفن ډوجريک» تېره شپه ناوخته نيويارک کې د ملګرو ملتونو دفتر کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی د زياد ابوعين وژنه يو وحشي عمل بولي او له دواړو لوريو غوښتنه کوي، چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي او مجرمين يې محکمې ته وسپاري.

د دې تر څنګ د اروپايي هېوادونو اتحاديې د بهرنيو چارو او امنيت مسؤولې فريدريكا موګريني په خپلو څرګندونو کې د زياد ابوعين وژنه غندلې او زياته کړې يې ده، چې اسراييلي عسکرو پر بې دفاع سوله ييز لاريون ډزې کړي او دا کار يې د اسراييلي عسکرو له خوا يو وحشت او بربنډ تېری بللی دی.

موګريني له اسراييلي او فلسطيني لوري غوښتنه کړې، چې د زياد ابو عين د وژنې په اړه پلټنې وکړي او هېڅ لوری بايد داسې یو ګام وانخلي، چې له امله يې شخړې او تاوتريخوالی زيات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x