
کابل کې د ملي اردو پر کاسټر سرتيري بريد ۲۸ افسرانو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی اسیا (پنجشنبه،لیندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳): نن سهار ۷:۱۵ د پلازمېنې کابل ختيځ ۱۵مه امنيتي حوزې اړوند ترهخېلو سيمه کې د ملي اردو پر کاسټر سرتېري بريد کې ګڼو افسرانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال ايوب سالنګي په خپل ټويټر پيغام کې د کابل لويديځ ترهخېلو سيمه کې د ملي اردو پر کاسټر د سرتيري بريد پېښه تاييد کړې، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ياد بريد مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې ياد بريد د دوی يو ملګري حافظ طلحه، چې د ميدان وردګو اوسيدونکی و د بارودي واسکټ په واسطه ترسره کړ.
مجاهد زياتوي، چې نوموړي سرتيري بريد کې لږ تر لږه د ملي اردو ۱۳ افسران وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.