افغانستان

سرپل کې پر دولتي ودانيو ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،لیندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳): د سرپل ولايت امنيتي مسؤولين وايي، چې طالبانو نن سهار وختي د ولايت مرکز پر دوو مهمو امنيتي ځايونو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

د سرپل ولايت چارواکي وايي، چې سيمه کې د دواړو لوريو له خوا خونړۍ جګړه روانه ده.

د سرپل ولايت سرپرست امنيه قوماندان عنايت الله حبيبي وايي، چې دا بريدونه په داسې حال کې پيل شوي، چې د دوی عسکرو د سرپل کوهستانات ولسوالۍ د طالبانو پر ضد تصفيوي عمليات پيل کړي دي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ياده جګړه کې د پېښې شوې مرګ ژوبله په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x