افغانستان

په کابل کي داوړو اوګازو بیی راولویدي

kabul_flour_market(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۳) کابل: له کابل ښارڅخه سوداګرو خبر ورکړی دي چي درواني اونئ په اوږدو کي په ښارکی داوړو اوبهیدونکو ګازو بیی را ټیټي شوی دی، یو دکاندار زیاته کړه له نن څخه مخکي یوکیلو اوړه په ۴۴ افغاني باندي پلورل کیدل، خو اوس یوکیلو اوړه په ۴۱ افغاني پلورل کیږي. احمد مجتبی په ښارکي داوړو اوګازوبیی له نړیوالي منډی سره پرتله کړی نوموړي زیاته کړه چي داوړو اوګازوبیی په نړیواله سطحه هم راکښته شوی دی، مجتبی وویل که څه هم داوړ اوګازو بیی په دکانونو کي راټیتی شوی دي خوپه لویو سوداکریزو منډیو کي بیي لوړي شوی دی.

له بله لوري دکابل ښار په کارته سی کي یوه دکاندار وویل چي دګازو بیی دپخوا په پرتله لوړي شوی دی، نوموړي په خپل دکاند کي دګازو یوه کیلو په ۴۸ افغاني پلوری چي له دي څخه یوه اوني مخکي دګازویوه کیلو په ۴۵ افغانئ پلورل کیدله. یوه موټرچلونکي زیاته کړه دیوه لیټر ډیزلو بیه دپخواپه شان ۴۸ افغاني ده خو پطرول بیا یوه افغانئ لوړ شوی دي مخکي په ۵۸ لیټرپلورل کیدای اوس یو لیټر پطرول په ۵۹ افغانئ پلورل کیږي.

دخوارکي موادو دټولني مشر وویل دخوارکي موادو بیی دپخوا په شان پریوه حال ولاړي دي، نوموړي زیاته اوړه دپخوا په پرتله لږڅه راټیټ شوی چي مخکي به یوه بوجي پاکستاني اوړه په ۹۴۰ افغاني پلورل کیدله خو اوس دغه بوجي په ۹۳۰ افغانئ پلورل کیږي. ډټولنی مشر فضل الرحمن وویل دیوي بوجي برازیلي بوري بیه ۲۰۳۰ افغانئ ده او همدارنګه دیوي بوجي پاکستاني وریجو بیه ۲۳۰۰ افغانئ ده، خو دکوه نورغوړو د  ۵کیلوګرامه ډبي بیه ۳۳۵ افغانیوته رسیږي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x