افغانستان

پنټاګان: نور په افغانستان کې زندان نه لرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا دفاع وزارت وايي چې دوی نور په افغانستان کې زندان نه لري.

له پنټاګانه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکایان نور په افغانستان کې نه کوم زندان لري او نه هم زنداني.

دا خبره وروسته له هغه توده شوه چې بهرنیانو پاکستان ته د زندانیانو په سپارلو کې افغان لوری خبر هم نه کړ او نه يې هم په ساتنه خبر و.

د زندانیانو د دوسیو د څېړنې د کمېټې مشر وايي چې دوی پر دې اندېښمن دي چې لا هم امریکایان دلته توقیف خانې او زندانونه لري.

عبدالشکور دادرس وویل چې هغه زندانیان چې امریکایانو پاکستان ته وسپارل په افغاني زندانونو کې نه ساتل کېدل، د دوی په خبره هغوی شکمن دي چې لا هم بهرنیان دلته شخصي زندانونه لري.

سره له دې چې عبدالشکور دادرس وايي چې امریکایانو له پخواني ولسمشر سره ژمنه کړې وه چې د بګرام له سپارلو وروسته دوی په افغانستان کې د نیولو او زنداني کولو حق نه لری.

خو د امریکا د دفاع وزارت په دې اعلامیه کې راغلي چې دوی د سږ کال د ډسمبر له لسمې وروسته خپلو زندانونو او زندانیانو ته د پای ټکی کېښود.

په اعلاميه کې دا هم راغلي چې امریکایان به د راتلونکي میلادي کال له پیل سره جوخت د ټولو زندانونو او زندانیانو مسوولیت افغان لوري ته وسپاري.

که څه هم افغان لوري لا وړاندې دا دعوه کوله چې د هېواد د ټولو زندانونو واک له دوی سره دی.

یاده دې وي په بهرنیو زندانونو کې د سې آی اې د وحشتونو اړوند په وروستي راپور کې زړه بوږنوونکي تعذیبونه یاد شوي، چې له هره اړخه په بشري کرامت تېری بلل شوی دی، او حتی د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم دغه تعذیبونه غندلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x