افغانستانخبرونه

لوګر: د کانکور ازموينه واخیستل شوه

د لوګر ولایت د دولسمو ټولګیو له ۳۷۳۹ تنو فارغ شویو زده کوونکو څخه دکانکور آزموینه د محمدي اسلامي دارالعلوم په انګړ کې د څارنې کمیټې تر نظر لاندې د لیندۍ په ۱۸ او ۱۹ مه نیټه واخیستل شوه.

په هغو مراسمو کې چې د لوګر دارالعلوم په انګړ کې د دې ازموینې د پیل په موخه جوړه شوي وه د لوګر سرپرست والي الحاج نیازمحمد «امیري»، د لوړو زده کړو وزارت له لوري درالیږل شوي ۳۰ کسیزې کمیټې مشر پوهاند محمدنبي”نبي زاده”، د لوګر د لوړو زده کړو د موسسې مشر وحیدالله عبدالرحیمزی، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو منتخب استازی انجینرصاحب خان، د پوهنې رئیس انجینر محمد اکبر”ستانکزی” ، د ولایتي شورا غړیو او یو شمیر د لوګر دولتي چارواکو ګډون کړی و.

دغه آزموینه د دوو ورځو په لړ کې د لوګر محمدي اسلامي دارالعلوم په ټاکل شوې حوزه کې د بشپړې سولې او امنیت په فضا کې او د د پوره څار او نظارت لاندې واخیستل شوه، چې په لومړۍ ورځ ۱۸۰۰ او په دویمه ورځ ۱۹۳۹ تنو داوطلبو زده کوونکو ګډون کړي و.

محمدشاه پورعرب د پوهنې ریاست ویاند د لوګر جریدې خبریال ته وویل: «دغه آزموینه په یوه حوزه کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د رالیږل شوې۳۰ کسیزې ډلې تر پوره څار لاندې په ډیر ښه څار او په پوره روڼوالې واخیستل شوه. عرب زیاته کړه، سږکال د ۳۷۳۹ تنو زده کوونکو څخه چې ۳۰۰ تنه يي نجونې دي، د کانکور آزموینه يي ورکړه. عرب وویل، سږکال د لوګر مرکز او ولسوالیو د۷۰ لیسوڅخه د دولسم ټولګيو فارغانوشمیر ۲۸۸۱ تنه او پاتې يي د تېرو کلونو، متفرقه او له پولې هاخوا زده کوونکي وو. د عرب په وینا، د تیرکال د کانکور په آزموینه کې ۳۶۳۹ تنو زده کوونکو ګډون کړي و، چې د تیرکال د آزموینې په پرتله سږني کانکور ګډونوالو شمیر ۱۰۰ تنه پکې زیاتوالې راغلي دی.

د یادونې وړ ده، چې تیر کال هم د کانکور آزموینه دوه ځلې په لوګر کې اخیستل شوې وه، چې په لومړي ځل له وزارت څخه رالېږل شوي هیئت لطف الله ساپی دکانکور آزموینې د سوالونو کتابچې له لوګر څخه د کابل په لور د قلاچې په سیمه کې د اوبو ډنډ ته غورځولې وې، چې وروسته په لوګر کې د کانکور آزموینې ګډونوالو او ځوانانو پرله پسې لاریونونه وکړل او د لوړو زده کړو وزارت بیا ځلې د کانکور آزموینه په نوموړې ولایت کې واخیستل شوه.

له لوګر څخه د خبریال شیرمحمد «ستانکزي» راپور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x