شعـــــرونهپښــــتو ادب

د مور په ویر کې/ شعر

څـــه ويرجنـــې سلسلې دي
څه غمجـــن مهلک وختونه

څــړمې اوښکــې دي روانې
پرې لامــده شول ګريبانونه

زه د مـــور پــه حال ژړيږم
چې تير شوي پرې وختونه

هـــره ګـــړۍ هـــره شيبه يې
يـــادول خـــپل مــالـــتونـــه

نـــا اميده لـــه هـــر خوا وه
ځـــان ځانـــي وه تکليفونه

نژدې خپل ترې پردي شوي
پرديسي پــردي ملـکونــه

د مور قـــدر او خدمت کې
خدای نصيب کړي جنتونه

څه حالات ښکلې شيبې وې
د ځـــوانۍ هـــا تير وختونه

عمر سيند په دود بهيريږي
مـــري سيندونــه دریابونه

مورې خدای دې مددګار شه
کړو پاک رب ته دا سوالونه

ربه ستا په لوی دربار کې
کـــړه نصيب يـــې جنتونه
—————————–
سميع الدين افغاني
مهاجرت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Farhad

((زمامور))
ستادقدم لاندی جنت دے موری!
سومرہ خالص ستامحبت دے موری!
زماھر غم تہ پہ خپل زان تیروی!
مینا خو ستادخداے رحمت دے موری!
چی زہ یم ستااو تہ زماپہ خواکی!
سومرہ حسین دغہ ساعت دے موری!
بغیر لتاوخت تیراولی نہ شم!
ستاجدایی خو سم قیامت دے موری :…‎

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x