خبرونهنړۍ

د ايرلنډ پارلمان د فلسطيني دولت په رسميت پيژندو ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳): د ايرلنډ پارلمان د رايو په اکثريت له خپل حکومته غوښتنه کړې، چې د فلسطين دولت بايد په رسميت وپيژني.
له فرانسې، بريټانيا او اسپانيا وروسته د ايرلنډ پارلمان هم له خپل حکومته وغوښتل، چې د فلسطين دولت په رسميت وپيژني.

د ايرلنډ پارلمان له خپل دولته وغوښتل، چې د ۱۹۶۷م کال د سرحداتو له مخې دې فلسطيني دولت په رسميت وپيژني، چې پلازمېنه به يې د اسراييلو له خوا اشغال شوی د القدس ختيځ سيمه وي.

د ايرلنډ د پارلمان غړي وايي، چې د دوی غوښتنه د ملګرو ملتونو د ۱۹۶۷م کال له پرېکړې سره برابر ده او بايد په همدې صورت ومنل شي.

د ايرلنډي پارلمان په پرېکړه کې راغلي، چې دې سره به د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ شخړې او تاوتريخوالي کې کمی راشي او کېدای شي، له دې لارې دواړه هېوادونه يوې سالمې پرېکړه ته ورسيږي.

يو شمېر سرچينو خبر ورکړ، چې د ايرلنډ حکومت د خپل پارلمان په غوښتنه د فلسطين په رسميت پيژندلو پرېکړه وکړه، مګر وروستي خبرونو د يادې سرچينې راپور ردکړ.

د ايرلنډ د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ايرلنډ پارلمان پرېکړه به د حکومت په دريځ کې څه بدلون رانه ولي؛ ځکه چې دغه هېواد له نورې نړۍ پرته په يوازې سر د فلسطين دولت په رسميت نه شي پيژندلی.

له دې مخکې د فرانسې، بريټانيا او اسپانيا پارلمانونو هم له خپلو دولتونو غوښتي و، چې د فلسطين دولت په رسميت وپيژني، مګر يادو هېوادونو تر اوسه د خپل پارلمان غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او دغه حکومتونه په خپل دريځ ټينګار کوي، چې دوی د خپلو پارلمانو د پرېکړې تابع نه دي او دوی به نړيوالې ټولنې سره په ګډه په دې اړه پرېکړه کوي.

ايرلنډي رسنۍ وايي، چې له اته سوو زياتو کيڼ اړخو اسراييليانو د ايرلنډ له پارلمانه غوښتنه کړې، چې بايد د فلسطين دولت پر رسميت وپيژني او په دې اړه د اسراييلي دولت غوښتنې ونه مني.

تېره اوونۍ د فرانسې پارلمان هم د رايو په اکثريت له خپل حکومته غوښتي و، چې د فلسطين دولت بايد په رسميت وپيژني، مګر د فرانسې حکومت د خپل پارلمان غوښته ردکړه.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فايبوس د فرانسې پارلمان ته وويل، چې حکومت د پارلمان د پرېکړې له امله دې ته نه دی اړ، چې فلسطيني دولت په رسميت وپيژني او اوسنی وخت د دې نه دی، چې فلسطيني دولت دې په رسميت وپيژندل شي.

ښاغلي فايبوس زياته کړه، چې لومړی به دوی هڅه کوي، چې د اسراييلو او فلسطيني لوري تر منځ د خبرو اترو په نتيجه دغه کړکيچ له منځه يوسي.

د درېيمې نړۍ ډېری هېوادونو فلسطيني دولت په رسميت پيژندلی او لويديځ هېوادونه فلسطيني دولت په رسميت نه پيژني او په دې اړه د امريکا او بریټانيا د رسمي موقف ملاتړ کوي، چې فلسطيني دولت بايد اسراييلو سره د مذاکراتو په نتيجه رامنځته شي، مګر دغه هېوادونه انديښمن دي، چې اسراييل فلسطيني خاوره کې ورځ تر بلې نور کورونه جوړوي او دا کار به د مذاکراتو لړۍ سخته زيانمنه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x