پخوانی ولسمشر: حامد کرزی

تازه خبر- عبدالنافع همت

عبدالنافع همت

تکړه طنز لیکوال او ژورنالست

د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په اړه نوی کتاب ليکل کېږي

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته يوې نژدې باوري سرچينې ويلي چي ښاغلي کرزي د ليکوالو يوه جرګه ګۍ ګومارلې چې د ده په اړه يو کتاب وليکي. د کتاب خصوصيات په نښه سوي چي تفصيل يې په دې ډول دی:

د کتاب محتوا:

د کتاب محتوا بايد ډېره علمي او منطقي وي او د دې تر څنګ بايد هره کرښه يې تعليمي پيغام ولري، نو بايد د کتاب مفردات يا فهرست يو داسي علامه او متبحر شخصيت ترتيب کړي چي د افغانستان تعليمي نصاب يې جوړ کړی وي. فکر کوم چې د دې کار لپاره ښاغلی ډاکټر غلام فاروق وردک ډېر مناسب سړی دی، ځکه ده د خپل وزارت په موده کي دومره علمي او موثر تعليمي نصاب جوړ کړی و چي په نړۍ کي يې ساری نه ليدل کېږي.

د کتاب ژبه:

بايد دا کتاب په سوچه خراسانۍ دری وليکل سي، داسي ژبه وي چي د افغانستان پر ځای د خراسان سمبول وګڼل سي. فکر کوم چي د کتاب ژبه بايد ښاغلی سيد مخدوم رهين ايډيټ کړي.

د کتاب ضخامت:

په تېرو ديارلسو کالو کي پر افغانستان رنګارنګ حالتونه راغلل چي دا وضعيت بيانول د يوه کوچني کتاب له وس او توان څخه وتلې خبره ده، جرګه ګي پرېکړه کړې چي بايد د ښاغلي کرزي په اړه يو ‌ډېر ضخيم او پنډ کتاب وليکل سي، په پام کي ده چي دا کتاب ډېر پنډ وي، دومره پنډ لکه ښاغلی عبدالکريم خرم. د ښاغلي کرزي مشاورينو ويلي چي کله په خير کتاب چاپ سي نو ښاغلي کرزی به يې په ډېر شوق ولولي، ځکه چي ښاغلی خرم څو کاله دده د دفتر رئيس او د ده سترګي ورسره عادت سوي دي.

د کتاب صحافت:
په پام کي ده چي د کتاب پښتۍ او عکسونه رنګين او د کاغذ رنګ سپين وي. څرنګه چي د ښاغلي کرزي په ټيم کي بل داسي څوک نسه و چي هم دي سپين او هم دي رنګين وي، نو فيصله وسوه چي د کتاب پښتۍ دي د ښاغلی سپنتا په شان رنګينه او کاغذ يې هم د ده په شان سپين وي.

د کتاب ليکوال:

په پام کي ده چي په دې کتاب کي د ښاغلي کرزي مثبت او منفي اړخونه دواړه تشريح سي، نو بايد دا کتاب يو ډېر زړه ور او سرتېری ليکوال وليکي، داسي ليکوال چي ټول عمر يې له باطل سره په مبارزه کي تېر سوی وي، دومره زړه ور چي مضر احتياط بيخي نه پېژني، په يوازي سر د دولت پر ضد اپوزېشن پاته سوی وی، نو د همدې خصوصياتو په پام کي نيولو سره ښاغلي زلمي هيوادمل ته دنده سپارل سوې چي دا کتاب وليکي.

انګرېزي ژباړه:

څرنګه چي دا يو ډېر مهم اثر دی نو بايد چي په انګرېزي ژبه هم وژباړل سي، خو بايد داسي څوک يې وژباړي چي پر انګرېزي ژبه ډېر مسلک وي، دومره مسلط لکه خپله مورنۍ ژبه چي يې وي، يوازي مورنۍ ژبه نه، بلکي په انګرېزي ادبياتو کي ډوکټورا هم ولري، نو جرګه ګۍ پرېکړه کړې چي د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل به کتاب انګرېزي ته ژباړي.

تصحيح او پروف کتل:

په پام کي ده چي د کتاب پروف بايد په ډېر دقت وکتل سي. بايد د کتاب پروف يو داسي ځوان وګوري چي شاهين غوندي تېز نظر ولري. څرنګه چي دا يو سياسي کتاب دی نو بايد چي يو دقيق سياستوال يې پروف وګوري، نو په همدې اساس جرګه ګۍ پرېکړه کړې چي ښاغلی صبغت الله مجددي بايد د کتاب پروف وګوري، ځکه چي ښاغلی مجددي تل مسول او دقيق سياست کړی دی.

د چاپ لګښت:

څرنګه چي د کتاب د چاپ شمېر بې حسابه دی، نو لګښت يې هم له بانک پرته بل څوک نه سي ورکولای، خو بايد يو داسي بانک وي چي د ملت شتمني يې نه وي لوټ کړې، څرنګه چي په افغانستان کي کابل بانک تر ټولو معتبر بانک دی، نو دې بانک ژمنه کړې چي د کتاب د چاپ لګښت ورکړي، ځکه چي د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کي هم د کمپاين پيسې کابل بانک ورکړي وې.

د چاپ شمېر:

څرنګه چي دا کتاب په نړيواله کچه ډېر مهم دی، نو بايد د چاپ شمېر يې هم زيات وي، بايد د چاپ شمېر يې دومره ډېر وي لکه د ښاغلي حامد کرزي مشاورين

د کتاب پښتۍ:

کله چي ښاغلی حامد کرزی د افغانستان ولسمشر سو، نو خلکو د خپلو کورنو پر بامونو هم کوکنار کرل، خو اوس الحمدلله کوکنار صفر سوي دي، بيخي يې څوک پېژني هم نه، نو له همدې امله پرېکړه سوې چي بايد د کتاب پر څلورمه پښتۍ د کوکنارو ګلان رسم سي.

د کتاب د چاپ ځای:

څرنګه چې دا يو مقدس کتاب ګڼل کېږي نو بايد په داسي يوه مطبعه کي چاپ سي چي د مطبعې ودانۍ په غصب سوې ځکمه کي نه وي جوړه سوې، خو کله چې څېړه وسوه نو معلومه سوه چي په افغانستان کي داسي ځمکه نه ده پاته چي غصب سوې نه وي، نو اخير پرېکړه سوه چي کتاب دي په ارګ کي چاپ سي.

د کتاب وېشلو شبکه:

څرنګه چي ملت او نړيواله ټولنه د کتاب چاپ ته سترګي پر لاره دي، نو بايد کتاب ډېر ژر چاپ او ووېشل سي، د چاپ چاري يې بشپړ سوي، خو اصلي خبره دا ده چي بايد يوه فعاله شبکه په نښه سي چي دا کتاب ډېر ژر د افغانستان او نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي. څرنګه چي د برېښنايي تذکررو اداره په دې اړه ډېره ښه تجربه لري او د طالبانو رژيم تر سقوط وروسته يې په يوه کال کي ټولو افغانانو ته تذکرې ورووېشلي نو بايد دا کتاب هم دوی ووېشي.

يادونه: تر دې مهاله د کتاب همدا جزيات روښانه سوي، د کتاب د نوم او ډالۍ په اړه معلومات به وروسته درسره شريک کړو.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
رحیم مومند
میلمه
رحیم مومند

یو خو ښاغلی همت هیڅ په طنز ونه پوهیده. دا نو څه طنز دی چه ده لیکلی دی.

جمیل انوري
میلمه
جمیل انوري

او آخري دستط یاګوته باید ددوهم متفکر لمړی مرستیال اولمړی متفکر جنډال روستم وکړي ځکه یوداسي څوک په کاردی چې ښه دستخط یا اقلاښه ګوته لګولی شي ، نو چې فکر وشو نو جنډال روستم ترټولو پوه اوښه پونده لګونکی وخوت هههههههههه

ف-ا
میلمه

دا لیکنه د عصمت قانع نده. که یو چا حد اقل د قانع یو څو لیکنی هم لوستی وی پوهیدای سی چه د دی طنز لیک او عبارات د قانع د لیکنو سره دیر توپیر لری.