افغانستاننړۍ

ډیک چیني د سي ای اې د شکنجو ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د پخواني جګړه مار ولسمشر، جورج ډبلیو بوش (۲۰۰۰-۲۰۰۸) د واکمنۍ پر مهال د ده بنسټپال لومړی وزیر، ډیک چیني د سي ای اې د هيښوونکو او حشتناکو شکنجو ملاتړ کوي او د سنا وروستی راپور چې له دغو وحشتناکو کړنو څخه یې پرده پورته کړې «نیمګړی» بولي.

ډیک چیني په زغرده وايي چې ابو کې غرقول، بې هوښي او بې خوبي هغه سزاګانې وې چې په مرسته یې دوی توانېدلي چې له تورنو کسانو څخه معلومات ترلاسه کړي. دغه بنسټپال امریکايي سیاستوال د سنا وروستی راپور له «بې ارزښته» معلوماتو ډک وباله.

د سنا وروستي راپور چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸ يې د امریکا د څارګرې ادارې له خوا د بې ګناه انسانانو د کړونو او ځورونو په تړاو نړیواله غندنه له ځانه سره لرله، ډیک چیني دا خبره نه مني چې ګواکې ولسمشر بوش خبر نه و. دی وايي پخوانی ولسمشر بوش په حقیقت کې د دې شکنجه کوونکې حلقې مهمه برخه و او دی یې باید ومني.

ډیک چیني د خالد الشیخ –چې د ۱۱ سپټمبر د حملو پلانوونکی ګڼل کېږي- په اړه وايي چې له ده سره څارنوالان باید سخت وای. چیني وايي: «موږ نو څه کړي وای، پر دواړو خواوو مو ښکل کړی وای او ورته مو ویلي وای چې لطفا موږ ته ووایه چې څه معلومات لرې؟، طبعا چې داسې مو نه دي کړي».

د شوو شکنجو په اړه وايي: «زه فکر کوم، موږ هغه څه کړي، چې ورسره ښایېدل».

د سنا له راپوره یوه ورځ وروسته، د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د بګرام نظامي اډې اړوند زندان تړي او نور به په افغانستان کې زندانیان ونه لري.

افغان ولسمشر اشرف غني چې د حامد کرزي په پرتله پر امریکایانو نیوکې نه کوي، دا راپور یې غندلی.

د سنا وروستی راپور چې شپږ زره مخه دی، د زندانیانو پر ضد یې د سي ای اې له خوا له ډول ډول شکنجو څخه پرده پورته کړې ده. دې راپور د نړیوالو بشري حقونو خپلواکو سازمانونو توند غبرګونونه راپارولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x