افغانستان

کندز: یو المانی عسکر مړ او ۵ نور ټپيان شول

bodies_of_theGerman_Army_killed1نن ټکی آسیا: د افغانستان په شمال کې یو المانی عسکر مړ او ۵ نور ټپيان شول.

د المان عسکري سرچینو ویلي چي نن د پنجشنبې په ورځ د دووی د عسکرو یوه عراده ټانک پر ماین وخوت چي له کبله يې ټانک تخریب او یو عسکر يې په کښي مړ سو، شپږ نور ټپيان شول.

دغو سرچینو ویلي چي پيښه د کندز ښار جنوب لور ته په ۳۶ کیلو متري کې را منځته شوله،

کله چې الماني عسکر په دغه سیمه کې د طالبانو له خوا په ښخ کړه شویو ماینونو په سي ګرځیدله.

المان شاوخوا ۴۰۰۰ عسکر دافغانستان په شمالي برخه کې لري، او په مزار شریف کې د الماني ځواکونو مرکز چي ۲۵۰۰ عسکر په کښي کي دی، په یو بهرني هیواد کې د المان تر ټولو لوی فوځي مرکز شمیرل کیږي.

المان اراده لري چي د روان میلادي کال ۲۰۱۴ په اخیرو کې خپل عسکر بیرته له افغانستان څخه ایستل پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x