جنرال عتیق الله امرخیل

امرخیل: د لطیف الله محسود سپارل د افغاني کلتور او غیرت خلاف عمل و

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳): د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي چې لطیف الله محسود د امنیتي ارګانو په تضمین افغانستان ته راغلی و خو «اوس که څوک سترګې پټوي هغه جدا خبره ده».

ښاغلي امرخیل له طلوع تلویزون سره په خبرو کې وویل چې د افغانانو غیرت دا نه ایجابوي چې هغه څوک بل چا ته تسلیم کړي چې د خوندیتوب تضمین ورکړل شوی وي. نوموړی ټینګار کوي چې افغانان د خپل کلتور او عنعنې له مخې هغه سړی چا ته نه سپاري چې د ده کور ته راغلی وي.

ښاغلی امرخیل زیاتوي چې لطیف الله محسود افغانستان ته له ولسمشر سره د کتنې لپاره راغلی و چې امریکایانو له موټره په زور ښکته کړ. د نوموړي په وینا امریکایان په افغانستان کې د سولې په تړاو ریښتیني نه دي.

امرخیل د ولسمشر پخواني امنیتي سلاکار «سپنتا» په هغو څرګندونو باندې هم نیوکې وکړې چې پاکستان ته یې د لطیف الله محسود سپارل د افغانستان په ملي حاکمیت تیری بللی.

نوموړی وايي: «سپنتا چې اوس دا څرګندونې کوي ولې هغه مهال چې په قدرت کې و دا څرګندونې یې نه کولې، او امریکایانو ته یې نه ویل چې دا زمونږ سړی دی او تاسو یې حق نه لرئ؟»

د جنرال امرخیل په باور، که په هغه وخت کې امریکایانو ته دا خبره شوې وای نن به لطیف الله محسود نه سپارل کیده.

ښاغلی امرخیل وايي: «کله چې امنیتي تړون لويې جرګې ته راغی زه هم په هغې جرګه کې وم، زه سپنتا ته وایم چې ته کمیسون په کمیسون ګرځیدې او خلک دې د امنیتي تړون لاسلیک ته هڅول او قناعت دې ورکاوه چې د تړون په لاسلیکولو به د افغانستان ملي حاکمیت تایید شي، اوس څنګه وايې چې د لطیف الله محسود سپارل د افغانستان په ملي حاکمیت باندې تیری دی؟».

جنرال امرخیل زیاتوي ممکن ځیني افغانان له شرمه ووايي چې دوی د ورسپارلو په موضوع کې په جریان کې وو خو «دروغ وايي، له دوی څخه چا پوښتنه هم نه ده کړې او نه یې ترې کوي».

جنرال عتیق الله امرخیل پاکستان ته د لطیف الله محسود سپارل یوه لویه تیروتنه بولي او زیاتوي چې اوس به ترې پاکستان زمونږ او هند په مقابل کې ډیره استفاده وکړي.

«که مونږ ریښتیا هم دولت او حاکمیت درلودای د ده له وجوده مو زښته ډیره استفاده کولای او په پاکستان فشار راوړی شو، خو اوس به ترې پاکستان د هند او افغانستان دواړو په مقابل کې ډیره استفاده وکړي».

د شننونکو په اند پاکستان چې همیشه یې له افغان حکومت سره د پاکستاني طالبانو له نږدې کیدو ویره درلوده، تر ډیره حده د دواړو ترمینځ د بې اعتمادۍ په راټوکولو کې بریالی شو. دا هغه څه دي چې ښاغلی امرخیل یې هم تاییدوي او وايي: «پاکستان لطیف الله محسود نه بندي کوي او نه یې وژني، خو له دې څخه نوره استفاده کوي او پاکستاني طالبانو ته ښيي چې افغانان ستاسو دوستان نه، بلکې دښمنان دي».

جنرال عتیق الله امرخیل وايي چې امریکایان افغانستان ته په زور راغلي او د خپلې تګلارې په رڼا او د خپلو اهدافو لپاره يې ۱۳ کاله جګړه پرمخ بیولې او له افغانانو څخه یې هیڅ پوښتنه هم نه ده کړې.

نوموړی وايي که هغو جنایاتو ته وکتل شي چې امریکایانو په افغانستان کې ترسره کړي، د لطیف الله محسود پيښه په کې ډیره کوچنۍ ده. خو زیاتوي چې «ډیر د خواشینی ځای دی چې امریکایانو هر څه په دې هیواد کې وکړل مونږ د دوست په سترګه ورته کتلي او تایید کړي مو دي».

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د