افغانستان

په ننګرهار کې د دوو تنو قومي مشرانو په ګډون ۳ تنه وژل شوي

shura_kandahar_450_1نن  ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت د پچیرا ګام او چپرهار په ولسوالیو کې د دوو جلا جلا بریدونو په ترڅ کې د دو تنو قومي مشرانو په ګډون ۳ کسه مړه او یو بل ټپي شو.

ویل کیږي چي تیره شپه ناڅرګندو وسله والو د پچیرا ګام د ولسوالۍ د صبر په سیمه کې د یو تن قومي مشر ملک شیرین پر کور باندي برید وکړ، چي له کبله يې ملک شرین د خپل یو زوی سره مړ او یو بل زوي يي ټپي سو.

په یوه بله پيښه کې هم د یادوي ولسوالۍ د سلوزي په سیمه کې یو تن قومي مشر شیر محمد باندي برید وکړ، چي له کبله یې نومړی ووژل شو.

ځيني سرچیني د سیمي څخه وايي چي دغو مشرانو د چا سره دښمني نه درلودله، او د وژل کیدو علت يې څرګند نه دی.

خو د حزب اسلامي یو تن ویاند ولي الله افغان اسلامي خبري اژانس ته ویلي چي ددوی جنګیالیو تیره شپه د ننګرهار د پچيرا ګام د ولسوالۍ په یو اړونده سیمه کې یو تن چي بهرني ځواکونو ته يې جاسوسي کوله، ووژلو.

هغه د وژل شوي کس په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x