افغانستاننړۍ

د پښتو غزل يو بل ستوری اکرام‌الله ګران هم پریوت

نن ټکی اسیا (لیندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د پښتو ژبې خوږ ژبی او غزلبول شاعر اکرام الله ګران بابا د ۷۵ کالو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

اکرام الله ګران «ګران بابا» د خيبر پښتونخوا چارسدې پړانګ کلي په ياسين زو محله کې په 1938م کال کې د ساداتو په درنه علمي کورنۍ کې د ميان فضل رحيم په کور کې زيږدلی و.

ګران بابا خپلې لومړنۍ زده کړې د خپلې سيمې په ښوونځي کې تر سره کړې وې او د هغه مهال د سختو کورنيو او اقتصادي ستونزو له امله يې خپلې زده کړې بشپړې نه کړې، مګر شاعري لا ان په تانده ځوانۍ کې پيل کړې وه.

ګران بابا د غني خان او حمزه بابا له نژدې ملګرو څخه و او ګران بابا به فرمايل، چې مراد شينواری ورته وايي، چې غزل او نظم دواړه وليکي، مګر حمزه بابا به بيا غزل ليکلو ته هڅولو. اروښاد ګران بابا ډېر کتابونه ليکلي، مګر دا چې نوموړی د ځان ښوونې او شهرت شوقي نه و، نو يوازنی کتاب «زما غزل» ورته پروفيسر اباسين يوسفزي د ده په قول «شنه زور» چاپ کړی دی او نور کتابونه بې چاپه پاتې دي.

د ګران بابا په اړه ويل کيږي، چې نوموړی له دومره علم او ادبي خزانې سره د بندګۍ اصلي تصوير و.

ډېر مهربانه، متقي، عاجز له شهرته کرکه کوونکی شخصيت و.

د پښتو ادب لارويان د ارواښاد ګران بابا مړينه د پښتو ادب لپاره ستره ضايع بولي او وايي، چې دې وخت ګران بابا يو بې ساري غزلبول او غزل پوه اديب و، چې مړينه يې د پښتو ادب لپاره ستره ضياع ده.

د ارواښاد د غزل څو نمونې

غزل
چې زما مينه ستا پــه كـار نه راځي
ماله جــــــــانانه! بلــــه لار نه راځي
زما د زړه په چينه خـــوله دې كېږدي
كه ميخانه كې د چــــــا وار نه راځي
د پوهو سترګو مې تـــا لوست ونه كړ
ماله په خوله چـــل د اظهار نه راځي
د لېونو هوښيـــــــــــــــــاري هم ومنه
په مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي
د فن د خرڅ هنـــــــر مو زده نه كړلو
د دغې ګټــــــــــــې كاروبار نه راځي
ګـــــران د سپرلي زخم په څه وګنډي
چـې يې په لاس د زلفو تار نه راځي

دلته د زور قدر خو شته قدر د زړونو نشته،
د زرو مخکښې هيڅ ښائيست د سرو ګلونو نشته،
رنګين به وي لکه جنت غوندې مانړي به لري،
بيا هم جانانه څه تعبير مې د خوبونو نشته،
زما د خيال د امن کلې څه په دا رنګه دې،
څه ويره نشته دروازې ئي د کورونو نشته،
ستا په نامه باندې چا ياد نه کړم په زړه مې شو داغ،
ګنې کمې په لمن د تهمتونو نشته،
ګرانه د ژوند د هلو ځلو ولې تيښته کوې،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان الله

Allah de obakhe!!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x