اپل نوی اپریټنګ سیسټم کاروونکو ته وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۳ل): اپل کمپنۍ یو میاشت مخکې (iOS 8.1.1) اپریټنګ سیسټم کاروونکو ته وړاندې کړی و کوم چې له سختې ماتې سره مخ شو اوس دغه کمپنۍ خپل نوی اپریټنګ سیسټم (iOS 8.1.2) کاروونکو ته وړاندې کړ.

اپل کمپنۍ په وینا دغه نوی اپریټنګ سیستم کې د مخکینی اپریټنګ سیسټم تخنیکي مشکلات له منځه وړل شوي خو تر ټولو جالبه دا ده چې دغه کمپنۍ خپل نوی اپریټنګ سیسټم له ازموینې پرته کاروونکو ته وړاندې کړی.

دغه نوی اپریټنګ سیسټم یوازې ۳۵ میګا بایټ (MB) حجم لري. اپل کمپنۍ په وینا په مخکینی اپریټنګ سیسټم کې موجود خنډونه له منځه تلي او دغه نوی اپریټنګ سیسټم کې به د کاروونکو معلومات په خپل سر له سمارټ فون څخه نه پاکوي.

له دې څخه مخکې اپل سمارټ فون کې له انټرنیټ څخه ښکته شوي ايټونز (زنګ) به په خپل سر له سمارټ فون څخه پاکیدل چې دغه کار د اپل کاروونکي غوسه کړي ول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د