
د سیاګرد بمبارۍ قربانیان د ښوونځي زده کوونکي دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په سیاګرد ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې ۵ تنه د ښوونځي زده کوونکي وژل شوي دي.
د پروان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال محمد زمان مموزي ویلي چې امریکایي ځواکونو غوښتل د سیاګرد ولسوالۍ په خوېشکې دره کې د سیدانو په سیمه کې پر طالبانو هوايي برید وکړې؛ خو د ښوونځي زده کوونکي یې په نښه کړي دي.
نوموړي منلې ده چې په بمبارۍ کې ۵ تنه د ښوونځي زده کوونکي وژل شوي دي.
د سیمې یو قومي مشر ویلي چې دغه زده کوونکي په یوه باغ کې پر درس مصروف وه او د امتحان لپاره یې تیاری نیوه.
د پروان ولایت اوسیدونکي او دیني عالم، مولوي عبدالسلام اصلاح رسنیز ګروپ ته ویلي چې شهید شوي زده کوونکي تازه دم له ښوونځي فارغ شوي وو او په دغه باغ کې د کانکور لپاره په تیاري بوخت وو چې بې پېلوټې الوتکې پرې بمونه وغورځول.
تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړ چې وژل شوي کسان مازیګر مهال د والیبال پر لوبې بوخت وو چې بهرنیو ځواکونو پرې بمباري وکړه.
ایساف ویلي چې برید يې پر طالبانو کړی او وژل شوي پنځه تنه طالبان دي.
طالبانو ویاند د سیاګرد دغه پېښه تایید کړې او ویلي يې دي چې د پېښې قربانیان ټول ماشومان او زده کوونکي دي.
نوموړي په یوه اعلامیه کې په دې پېښه د خواشیني د څرګندولو تر څنګ د شهید شویو ماشومانو په اړه لنډ مالومات هم ورکړي دي.
په دې خونړي برید کې وژل شوي ماشومان دا دي :
۱- ــ بورجان د حاجي عبدالحکيم زوي ، عمر ۱۶ کاله
۲ــ وثيق د خان آغا زوي عمر شاوخوا ۱۸ کاله
۳ ــ خيرالله د عبدالودود زوي، عمر ۱۵ کاله
۴ــ آسماء الله د مولوی سیدالله زوی، عمر ۱۴کاله
۵ــ علي ګل د اسلم خان زوی، عمر ۱۳ کاله
تر دې مهال هیڅ یو لوړ پوړي چارواکي د امریکايي ځواکونو دغه خونړۍ بمباري او ملکي وګړو د وژنې په اړه نه څرګندونې کړي او نه یې هم غندلې ده.
د یادونې وړ ده، چې له نن نه شاوخوا یو کال وړاندې په (۲۰۱۴/ ۱/ ۱۶م) نېټه په همدې سېمه کې د امریکايي ځواکونو په برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه ملکي وګړي شهیدان کړل.