افغانستان

هرات: د دوو قوماندانو تر منځ په جګړه کې ۳ تنه وژل شوي دي

qomandanنن ټکی آسیا: د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د دوه تنو قوماندانو تر منځه په وسله نښته کې ۳ تنه وژل شوي دي.

د چشت ولسوالۍ څخه امنیتي سرچیني وايي چي د یادي ولسوالۍ په چیشوای سیمه کې د ملا مصطفی او ملا سید میرزا په نوم د دوو تنو غیر مسؤولو وسله والو قوماندانو تر منځه جګړه وشوه، چي په ترڅ کې د قومندان سید میرزا ۳ تنه پلویان ووژل شوه.

ددغو سرچینو له قوله د سید میرزا درې تنه نور وسله وال ملګري د مخالف لوري سره بندیان هم دي.

ویل کیږي چي تیره شپه دغي جګړې نيژدې ۵ ساعته دوام کړی وو.

ځيني سرچیني وايي چي په دغه ولسوالۍ کې دغه قوماندان هر وخت د خپل د نفوذ د پراخولو لپاره په خپل منځ کې جګړه سره کوې چي له امله يې مرګ ژوبله هم را منځته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x