fbpx

انګلینډ له سریلانکا څخه خپل غچ واخیست

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۳ل): نن د انګلینډ او سریلانکا تر منځ د یو ورځنیو سیالیو پنځمه لوبه وه. دغه لوبه کې انګلینډ د سریلانکا لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

دغې لوبې پچه د انګلینډ لوبډل مشر وګتله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. سریلانکايي لوبډله په ټاکل شوي اورونو کې ۲۳۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یي د ۲۴۰ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا لپاره غوره توپ وهنه سنګکارا ۹۱ او متیوز ۴۰ منډو جوړولو سره وکړه.

توپ اچونې په برخه کې د انګلینډ توپ اچونکی ووکس غوره لوبه ننداري ته وړاندې کړه او د سیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي له سوځولو سره ښه وځلید.

انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستۍ اوور کې یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

د انګلینډ لپاره ټېلر ۶۸ منډې جوړې کړې او رووټ ۱۰۴ مڼډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د