افغانستان

د غزني په مرکز کې د اتصالات مخابراتي شبکې آنتن په بم والوزول شو

cell_tower_burnedنن ټکی آسیا: وسله والو طالبانو د غزني د مرکز اړوند خشک په سيمه کې د اتصالات مخابراتي شبکې انتن په بم والوزولو.

د غزني ولايت د امنيت آمر محمد حسين هم ياده پېښه تائيد کړه او زياته يې کړه، چې په دې پېښه کې انتن نړېدلى خو چاته په کې ځاني زيان نه دى اوښتى: ((نن په يوه نيمه بجه په خشک سيمه کې د وسله والو له لوري يو انتن په بم والوزول شو، چاته په کې زيان نه دى اوښتى.))

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د دولت وسله والو مخالفينو د قرباغي په سيمه کې د روشن او ام ټي ان مخابراتي شبکو دوه انتنونه په بمونو والوزول.

د يادولو وړ ده، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د غزني ولايت په يو شمېر ولسواليو، لکه قره باغ، ده يک، ګيلان، مقر او ځينو نورو ولسواليو کې مخابراتي شبکو خپل فعاليتونو درولي او خلک يې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.

فرهاد – غزني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x