چین د پیسو له سوځولو برېښنا تولیدوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): چین کې د بریښنا تولیدونکي شرکت ویلي چې له دې وروسته د ډبرو سکارو پر ځای به د پیسو سوځولو څخه بریښنا تولیدوي.

د چین دولتي تلویزیون د راپور پر بنسټ هېنان ایالت پورې اړوند لیویانګ نومې سیمې یو بریښنا تولیدونکي شرکت ویلي چې د نه استعمالیدونکو پیسو سوځولو څخه به بریښنا تولیدوي.

د دې کمپنۍ په وینا د پیسو له سوځولو بریښنا تولیدول پر چاپیریال منفي اغیز نه لري او د سیمې هوا نه خرابوي په داسې حال کې چې د ډبرو سکارو سوځول د سیمې هوا اغیزمنوي.

د دغې کمپنۍ په وینا د یو ټن نه استعمالیدونکي پیسو له سوځولو ۶۰۰ کیلو واټه بریښنا تولیدیږي.

په سیمه کې شته نه استعمالیدونکي پیسې سوځولو په مرسته دغه کمپنۍ کولی شي هر کال دیارلس لکه او شل زره کیلو واټه بریښنا تولید کړي په داسې حال کې چې دغه اندازه بریښنا د ۴۰۰۰ ټنه ډبرو سکارو له سوځیدو څخه تولیدیږي.

د چین ملي بانک «پیپل بینک اف چینا» هم دغه کمپنۍ ته د پیسو سوځولو په مرسته بریښنا تولیدولو اجازه ورکړې. هیره دې نه وي چې په چین کې د بریښنا تولید لپاره تر ټولو زیات ډبرو سکاره استعمالیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د