په ختیځه کې د بهرني ځواکونو یو سرتیری ووژل شو
نن ټکی آسیا: د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د یو برید له کبله یو تن عسکر ووژل شو.
په کابل کې د ایساف رسنیز مرکز څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چي نن د (جون په اوله ورځ) د افغانستان په ختیځ کې د مخالفینو د یوه برید په ترڅ کې د ایساف یو تن عسکر ووژل شو.
که څه هم ایساف خپل د سیاست له مخي د پيښي دقیق ځای نه دی ښودلی خو طالبانو د په افغانستان په ختیځو ولایتونو کې دداسي
ډیرو پيښو خبرونه ورکړي، او په کښي د زیاتو شمیرو بهرني عسکرو د وژلو راپور هم ورکول شوی دی.
باید وویل شي چي تیره میاشت د بهرني ځواکونو لپاره یو د خونړیو میاشتو څخه وه، چي په کښي ایساف خپل اته پنځوس شا وخوا د عسکرو وژل ومنل، او یوشمیر چورلکي او یوه جیټ الوتکه هم را ولیده.