افغانستان

طالبان: «د غربي کلتور او فحشا خپرونکو په اړه نور بې تفاوته نشو پاته کېدای»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د استقلال لېسې دننه د فرانسویانو په فرهنګي مرکز د سرتیري برید مسوولیت پر غاړه واخېست.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به هيڅوک پرېنږدي چې د اسلامي اساساتو توهین وکړي.

مجاهد پر هغو مدني فعالانو، ارګانونو او رسنیو چې «د اسلامي ارزښتونو پر ضد خپرونې، لاریونونو او غونډې کوي او هم بې حجابۍ، ډمتوب، فحشاء او فساد د خپرولو په کار بوخت دي» غږ کړی چې د دوی د فعالیتونو څخه نور طالبان بې تفاوته نشي پاتې کیدای او دې ته ورته بریدونو په کولو سره به د «فساد جرړې» وباسي او له منځه به یې یوسي.

طالب ویاند له قوله دغه برید يې نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د کابل د استقلال لېسې دننه د فرانسې د کلتوري مرکز دننه په هغه تیاتر غونډه کړی چې د سرتیرو بریدونو د غندنې او «يو ګمراه کونکي تبلیغاتي فلم د نندارې لپاره جوړه شوې وه» کړی دی.

د فرانسې په کلتوري مرکز کې دننه سرتیري برید د کابل د موسیقۍ د انستیتیوت مشر ناصر سرمست په شمول ۲۰ کسان ټپیان شوي.
د فرانسې په کلتوري مرکز کې دننه سرتیري برید د کابل د موسیقۍ د انستیتیوت مشر ناصر سرمست په شمول ۲۰ کسان ټپیان شوي.

مجاهد وايي چې د برید پر مهال لس تنه فرانسوي «ډمان»، د کابل د موسیقۍ د انستیتیوت مشر ناصر سرمست له ټولې ډلې سره او نور حکومتي چارواکي موجود وه. د نوموړي په وینا د دوی د لومړینو معلوماتو پر اساس په برید کې تر ۳۰ پورې بهرنيان او کورني «مفسدینو» ته مرګ ژوبله اوښتې او سرمست هم په ټپيانو کې شامل دی.

د فرانسویانو په فرهنګي مرکز برید ته په اشارې مجاهد ویلي چې « نن ورځ د کابل ادارې کمزورو امنيتي کسانو زموږ د قهرمان فدايي مخه ونه نيولی شوه، همداسې به تل زموږ بریدونه په بریاليتوب سره ترسره کيږي.»

طالبانو ویلي چې له دې وروسته به هغه کسان چې د غربیانو کلتوري اهداف په افغانستان کې تطبیقوي دوی به پرې په منظمه توګه بریدونه وکړي.

دوی پر بهرنیانو غږ کړی چې د خپلو فعالیتونو لپاره دې د هېواد تعلیمي مراکز نه کاروي ځکه بهرنیان د دوی د بریدونو هدف دی او د ملکي تاسیساتو څخه د ناوړې استفادې مسوولیت هم د بهرنیانو پر غاړه دی.

مجاهد ویلي چې د لېسې دننه پروګرام په ډيرو سختو شرایطو او امنیتي تدابیرو لاندې نیول شوې و او د فرهنګي مرکز دننه بې طرفه هیڅوک نه و.

چارواکي وايي چې په نني برید کې یو تن بهرنی وژل شوې او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

نن /پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه/ په پلازمېنه کابل کې دا دوهم سرتیری برید و. سهار مهال یو تن سرتیري بریدګر د امنیتي ځواکونو په کاسټر موټر برید وکړ چې په ترڅ کې ۶ عسکر ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر جنرال ایوب سالنګي ویلي چې بریدګر ۱۷ کلن و او د چاودنې له امله ۱ تن بهرنی وژل شوې او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس ته عیني شاهد ویلي چې دی په خپله د تیاتر دننه موجود و، د چاودنې غږ يې واورید، تیاتر دننه افغانان او بهرنیان، انجونې او هلکان موجود وه.

کابل کې د فرانسې سفارت ویلي چې په برید کې څو کسان وژل شوي او زیات شمېر ټپیان دي خو د پېښې په قربانیانو کې فرانسویان نشته.

د کابل امنیه قومندان پاسوال عبدالرحمن رحیمي ویلي چې ددغه پروګرام لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و، خو بریدګر خپل چاودیدونکي توکي په ماهرانه توګه په «نیکر» کې ځای پر ځای کړي وه.

د فرانسې کلتوري مرکز کابل کې د استقلال لیسې تر څنګ او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې موقعیت لري.

د بهرنیو چارو وزرات، د سرینا هوټل او ځینې نورې مهمې حکومتي ادارې د دغه مرکز سره په نږدې سیمه کې پرتې دي.

دا بريد داسې مهال رامنځ ته شوې چې د استقلال لېسې د فرانسې فرهنګي مرکز په تالار کې «د زړه ټکان او له چاودنې وروسته چوپتيا» په نوم پروګرام، چې د سرتیرو بريدونو او چاودنو د غندنې په تړاو وو، روان و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمسور

که دداډول فحاشیو مخه ونه نیول شي خدای مکړه راتلونکی نسل به موسل په سلوکې په آګاهانه اوناګاهانه ډول بې بندباره ډمان وي دداډول فحاشیو مخه نیول دهرمسلمان افغان شرعی اواخلاقی فریضه ده غربیانو افغانستان ته ددیموکراسی ترغولونکی شعارلاندې دنورو خرابیو ترڅنګ دفحاشی بلابیل انواع په ارمغان راوړل اودترویج لپاره یې ګڼې تصویری ،غژیژی اوچاپی رسنی په ټيکه واخستی خودغه ټيکه داران باید پوه شي چې په دغه خاوره کې له اسلامی او افغانی تهذیب څخه په دفاع کې ډېرې معصومی وینی توی شوې اودامبارزه لاروانه ده اوس هم دبی ۵۲ ډوله اوایمان ترمنځ حیرانونکی غیرمتوازنه جګړه ده دلته اوس… نور لوستل »

سمسور

که دداډول فحاشیو مخه ونه نیول شي خدای مکړه راتلونکی نسل به موسل په سلوکې په آګاهانه اوناګاهانه ډول بې بندباره ډمان وي دداډول فحاشیو مخه نیول دهرمسلمان افغان شرعی اواخلاقی فریضه ده غربیانو افغانستان ته ددیموکراسی ترغولونکی شعارلاندې دنورو خرابیو ترڅنګ دفحاشی بلابیل انواع په ارمغان راوړل اودترویج لپاره یې ګڼې تصویری ،غژیژی اوچاپی رسنی په ټيکه واخستی خودغه ټيکه داران باید پوه شي چې په دغه خاوره کې له اسلامی او افغانی تهذیب څخه په دفاع کې ډېرې معصومی وینی توی شوې اودامبارزه لاروانه ده اوس هم دبی ۵۲ ډوله اوایمان ترمنځ حیرانونکی غیرمتوازنه جګړه ده دلته اوس… نور لوستل »

محمد احمد

کا ش چې ددغه ادارو په وړاندي دغه ډول غبرګونونه له وړاندي پيل شوي وای ……..

محمودالغزنوی

أوس هم پرځای ګزارده أالله ج-دی قبول کړی ،داسلامی له محترمومسؤلینوموغوښتنه ده چی دالړی جاری وساتی ،،حفظکم الله

سنګین

مالیم – غزالی – مسافر – دانش – اکبر – الفت – عثمان – عصمت – دلفدا – او وصال دا ټول یو کس دئ. که داسی نه وی نو دا نابغه له کومه پوهه شو چی دا د نورو تبصری هم نه خپریږي. بل دا چی د مالیم د لیکلو بڼه اوس لوستوونکو ته معلومه شوی ده.

رحمتی وردگ

الحمد الله داخو ډیر ښه کارشوی انشاالله دغربیانو دفاسد فرهنگ اوباطلی عقیدو خپرونکیو ته غاښ ماتوونکی ځواب دی بیا هم الحمدالله ثم الحمدالله الله تعالا ج د دنوموړی ځوان استشهادی مجاهد داخدمت ورته قبول او اجر یی دالله ج یو په زره ورکړی

meeragha

you all guys are stupid…. slave of punjab…i just come today from punjab , i shock how those stupid people calling us murtad and they are muslim…. i don’t when you will realize this

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx