
امریکا رسماً د باګرام زندان تړل اعلان کړل
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه ۱۳۹۳ل): امریکا په افغانستان کې د باګرام زندان د تړلو رسماً اعلان نن پنجشنبه وکړ.
د باګرام زندان کابل جنوب کې د پروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کې پروت دی چې په سختو شکنجو او ظلمونو مشهور دی.
دغه زندان کې د افغانانو په شمول زیات شمېر بهرنیان له محاکمې پرته بندیان دي.
د امریکا دفاع وزارت تېره ورځ ویلي چې له دوی سره ۳ بهرني بندیان یې افغان حکومت ته سپارلي او له هغې وروسته د باګرام زندان په ټولییزه توګه تړلی دی.
امریکا دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې يې د پاکستاني طالبانو یو لوړپوړی مشر لطیف الله محسود د افغان حکومت څخه په پټه پاکستان ته ورکړ. محسود افغان ځواکونو په لوګر کې ونیولو او د لوګر څخه د کابل پر لاره امریکايي سپيشل فورس ځواکونو د حکومتي عسکرو څخه په زور واخېست او له ځان سره یې بوتللو.
که څه هم ویل کیږي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې لسګونه پټ زندانونه لري خو د امریکا دفاع وزارت وايي چې د باګرام زندان تر تړل کیدو وروسته دوی هیڅ یو زندان په افغانستان کې نه لري.
کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې د باګرام زندان تړل کیدلو پلان پخوا نیول شوې و او په زندانونو کې د سي آی ای د وحشیانو سلوک په اړه راپور سره څه تړاو نه لري.
د امریکا سفارت ویاند ویلي چې د جنورۍ د لومړۍ نېټې وروسته به د افغانستان حکومت د زندان ټول مسوولیت پر غاړه ولري.
کارپوهان وايي چې که څه هم امریکا په رسمي ډول د باګرام د تړل کیدو اعلان وکړ خو په غیر رسمي توګه لا هم دغه زندان د دوی په لاس کې دی او د دې په شمول لسګونه نور پټ زندانونه د افغانستان دننه لري.