افغانستان

په کابل کې چاودني یو کس وژلی او شپږ يې نور ټپیان کړي دي

crime_scene_tape_after_kabul_hospital_attackMay2011نن ټکی آسیا: په کابل کې د چاودني له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دغه خبر په کابل کې د ۱۰۱ اسمايي زون د مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خبرپاڼه کې ورکړه شوی، په خبرپاڼه کې ویل شوي چي نن ماسختن 31-5-2011 په سیمه ایز وخت اتو بجو کې د کابل ښار د اومي امنیتي حوزې اړوند د چهلستون د باغ سره نژدې د لاسي بم په برید کې یو تن ملکي وګړی مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼي له مخي د ټپيانو روغتیايي حالت ښه دی خو په رغتون کې تر درملني لاندي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چي د پيښي په اړه تحقیقات روان دي.

د سیمي څخه یو عیني شاهد ویلی چي چاودنه په دغه سیمه کې د یوې امنیتي پوستې سره نژدې را منځته شوې، او له امله يې په قربانیانو کې ځيني پولیس هم شامل دي.

تر اوسه ددې پيښي پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x