
د «فرانسې په کلتوري مرکز» سرتیري برید وروسته انځورونه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه ۱۳۹۳ل): نن د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۰مه د کابل د استقلال لیسې دننه د «فرانسې کلتوري مرکز» دننه په داسې حال کې سرتیری برید وشو چې د تیاتر دننه لسګونه بهرنیان او افغانان د یوه فلم چې د سرتیرو بریدګرو په اړه جوړ شوې و، نندارې ته ناست وه.
طالبانو ددغه برید مسوولیت په غاړه اخېستې او ویلي یې دي چې دغه برید يې نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د کابل د استقلال لېسې دننه د فرانسې د کلتوري مرکز دننه په هغه تیاتر غونډه کړی چې د سرتیرو بریدونو د غندنې او «يو ګمراه کونکي تبلیغاتي فلم د نندارې لپاره جوړه شوې وه» کړی دی.
مجاهد له قوله د برید پر مهال لس تنه فرانسوي «ډمان»، د کابل د موسیقۍ د انستیتیوت مشر ناصر سرمست له ټولې ډلې سره او نور حکومتي چارواکي موجود وه. د نوموړي په وینا د دوی د لومړینو معلوماتو پر اساس په برید کې تر ۳۰ پورې بهرنيان او کورني «مفسدینو» ته مرګ ژوبله اوښتې او سرمست هم په ټپيانو کې شامل دی.
چارواکي وايي چې په نني برید کې یو تن بهرنی وژل شوې او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر جنرال ایوب سالنګي ویلي چې بریدګر ۱۷ کلن و او د چاودنې له امله ۱ تن بهرنی وژل شوې او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
دا بريد داسې مهال رامنځ ته شوې چې د استقلال لېسې د فرانسې فرهنګي مرکز په تالار کې «د زړه ټکان او له چاودنې وروسته چوپتيا» په نوم پروګرام، چې د سرتیرو بريدونو او چاودنو د غندنې په تړاو وو، روان و.



