افغانستان

د بهرني ځواکونو یو تن عسکر د افغانستان په ختیځه کې ووژل شو

bodies_of_theGerman_Army_killed1نن ټکی آسیا: که څه هم د مئ میاشت نوره په وتو ده، خو د ددغه میاشتي په وروستی ورځ هم ایساف ومنله چي ددوی یو تن عسکر د افغانستان په ختیځ کې د یوې چاودني له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ددغه عسکر د وژل کیدو په اعلان سره ایساف دا مني چي یوازي د مئ په میاشت کې ددوی ۵۵ عسکر وژل شوي دي.

ایساف په یوه خبرپاڼه کې نن وویل چي نن د افغانستان په ختیځ کې د یو ماین د چاودني له کبله د ایساف یو تن ووژل شو.

ایساف د خپل سیاست له مخي دا نه څرګنده وي، چي وژل شوی عسکر څوک دی، او پيښه په دقیقه توګه چیري را منځته شوې.

باید وویل شي چي د رواني میلادي میاشت چي نن یې اخیره ورځ ده، په افغانستان کې طالبانو د بدر په نامه عملیات اعلان کړې وه، چي ددغه اعلان سره سم د افغانستان په ټولو برخو کې ورسره جګړه زیاته سوه، او زیات شمیر افغاني او بهرني عسکر ووژل شوه، ددغي میاشتي په دې اخیرو کې د بهرنيانو ۳ چورلکي او یو جیټ الوتکه هم را ولویده.

او همداسي د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې ورسره د ولسي کسانو مرګ ژوبله هم زیاته سوه.. چي زیات شمیر یې د بهرني ځواکونو په بمباریو او شپنیو عملیاتو کې او همداسي د طالبانو له خوا په ډله ایز بریدونو او د سړک د غاړي په چاودنو کې ووژل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x