د نن سرلیکنه

د سیاګرد پېښه، د یوه وېروونکي راتلونکي پيغام! /سرلیکنه

د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ د نوي ګډ حکومت له منځ ته راتګ راهیسې د ملکي تلفاتو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د حکومت له خوا امریکایانو ته په عملیاتو، وژنو او په تېره شپنیو عملیاتو کې د تېر حکومت په پرتله خلاص لاس ورکول هغه څه دي چې د خپل ژوند او پت په تړاو یې د افغانانو اندېښنې راپارولي دي. پخواني حکومت له خپلو بې شمېره کمزوریو سره په دې توانېدلی و چې څه نا څه امریکایان د افغانانو له وژنو او سپکولو منع کړي؛ خو د امریکایي جنرال کامپبل خبره د پخواني او نوي حکومت ترمنځ توپیر «د شپې او ورځې» د هغه په څېر دی. کامپبل نیویارک ټایمز ته ویلي و چې د حامد کرزي حکومت یې لاسونه ورتړلي وو؛ خو نوی حکومت ورسره دومره ښې اړیکي لري چې حتا د امنیت شورا په ناستو کې په منظم ډول دی هم ورځي او ګډون په کې کوي!

د ګډ حکومت راتګ او له راتګ سره سم د امنیتي لانجمن تړون لاسلیکېدا او په ټولو چارو کې امریکایانو ته خلاص لاس ورکول، هغه څه دي چې د سیاګرد د خونړۍ پېښې په څېر د نورو پېښې بدپيغام له ځان سره لري. د غوربند په سیاګرد ولسوالۍ کې تېر کال هم امریکايي الوتکو افغان ولسي وګړي شهیدان کړي وو، او دا ځل یې بیا هغه ماشومان شهیدان کړل چې نوي له ښوونځي فارغان شوي وو او د کانکور ازموینې له پاره یې تیاری نیوه. دا ماشومان د کومې تخنیکي تېروتنې له امله هم نه دي شهیدان شوي. دوی بې پيلوټه امریکايي جنګي الوتکې په نښه کړي وو، په داسې حال کې چې دوی د والیبال لوبه کوله. دا پېښه دومره دردوونکې ده، چې امریکایي ښکېلاکګر یې لا هم قربانیان «طالبان» بولي او په رسنیو کې يې د راپور تر کچې هم یادونه نه کېږي. دا بدمرغه افغان ځوانان داسې مهال شهیدان شول چې په نوره نړۍ کې او په همدې بدمرغه هېواد کې د بشر حقونو نړیواله ورځ د «ډسمبر لسمه» نمانځل کېده!

دا وژنې داسې مهال پېښېږي چې اوباما په یو اړخیز ډول هغه پټ سند لاسلیک کړی چې له مخې به یې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو جګړه ییز ماموریت یو کال نور هم غځېږي. دغه نوی جګړه مار ماموریت به تر ډېره بریده هوايي جګړه وي، دغسې به لکه د سیاګر ماشومان، افغانان په نښه کوي او بیا به د «طالب» او «ترهګر» تور ورپورې غوټه کوي.

کله چې د امریکايي دفاع وزیر، چيک هېګل سره په ګډه خبري ناسته کې ترکي خبریال (مصطفی) له دفاع وزیر څخه د اوباما له خوا د جګړه ییز ماموریت د دوام د لامل پوښتنه کوله، اشرف غني په عصباني لهجه د خبریال پوښتنه پرې کړه او په ډېرې بې نزاکتۍ یې ورته کړل (مصطفی! ته زما په خبرو نه یې پوه شوی، جګړه ییز ماموریت دوام نه کوي!) غني د دې خبرې پر مهال دومره احساساتي و چې هغه رسمي نزاکتونه یې هم په پام کې ونه نیولای شوای. د سیاګرد پېښه د «مصطفی» له پوښتنې یوه ورځ وروسته پېښه شوه!

موږ د سیاګرد د غموونکې پېښه له غندنې سره له افغان حکومت څخه هيله کوو چې هغه څه یې چې په وس کې دي باید د افغان ولس د ژوند او پت د ساتنې له پاره دې وکړي. موږ پوهېږو چې اشرف غني یا عبدالله عبدالله د دغسې جنایاتو پر وړاندې د پرېکنده دریځ نیولو جرئت نه لري. کله چې دغسې بې وسه شي، باید لږ تر لږه ولس ته د خپلې بې وسۍ ووايي، کنه استفعاوې دې ورکړي چې له مسئولیته خو خلاص شي. موږ دا خبره په دې دلیل کوو چې تېره اوونۍ چې اوباما د جګړې د یوه کال غځولو کوم پټ سند لاسلیک کړی، نه یې غني پوښتلی او نه یې هم شریک حکومتوال، عبدالله عبدالله؛ د افغان پارلمان د مشورې خو سوال نه پیدا کېږي.

په دغسې ځوروونکي حالت کې چې ورځ تر بلې د ولسي مرګ ژوبلې د زیاتېدا امکانات مخ پورته روان دي، د امریکايي ځواکونو او د دوی له افغاني ملګرو سره د افغان ولس د نفرت او کرکې د زیاتېدا او په پای کې د جګړې د پراخېدا بد پیغام له ځان سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x