fbpx

کرکټ: ریکي پونټنګ د ممبي انډینز نوی روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۰مه ۱۳۹۳ل): هندوستان پریمیر لیګ کې لوبیدونکی شخصي لوبډلې ممبی انډینز اعلان وکړ چې د استرالیا پخوانی لوبډل مشر ریکي پونټنګ د دغې لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکل شوی.

استرالیا پخوانی لوبډل مشر ریکي پونټنګ ۳۹ کلن دی چې په ۲۰۱۲ز کال کې يي له کرکټ څخه استعفا ورکړه او ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د ممبی انډینز لوبډلې لوبډل مشر شو.

هندوستان پریمیر لیګ لوبې راتلونکی زیږیدیز کال د اپریل په میاشت کې شروع کیږي چې دغو لوبو کې به د جان رایټ پر ځای ریکي پونټنګ به د یادې لوبډلې مشر روزونکی وي.

دغې لوبډلې یو له مشرانو څخه وویل چې مونږ ډیر زیات خوښ یو چې ریکي پونټنګ دغې لوبډلې برخه وګرځید او هیله لرو چې د نوموړي تجربه او استعداد په مرسته به دغه لوبډله لا پیاوړی شي.

ریکي پونټنګ په نړیوالو لوبو کې تر ټولو کامیاب لوبډل مشر و کوم چې له ۷۷ ټیسټ لوبو څخه په ۴۸ لوبو کې بریا خپله کړې وه او د روزونکی په ډول به دا د ریکي پونټنګ لومړی تجربه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د